پارلمان ته کامیاب کس د کرېکټ لوبډلې مشري هم کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش ملي لوبډلې مشر مشرفي مرتضی ددغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې له خپلې سیمې/ولسوالۍ نارایل څخه بریالی شوی دی.

نوموړی د بنګلدش ملي لوبډلې مشري کوي چې لوبډلې ته یې په ۲۰۱۹م کال کې یو شمېر بریاوې ورکړې، هغه د تېر کال بنګلدیش پریمیئر لیګ اتلولې لوبډلې «رانګپور رائډرز» مشري هم کوي.

مشرفي بن مرتضی د بنګلدیش په پارلماني ټاکنو کې د عوامي ګوند لخوا د خپل سیال پر وړاندې «۹۶٪» سلنه رایې واخیستې، او د نړۍ لومړی کرېکټ لوبغاړی شو چې د سیالیو کولو سربېره په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو.

دغه ټاکنې د تېر ۲۰۱۸م کال په دیسمبر میاشت کې ترسره شوې، چې پخوانۍ صدر اعظمه شیخ حسینه د دریم وار لپاره بریالی شوه، خو د نوموړې پر وړاندې یې سیالانو سختې مظاهرې وکړې چې په پای کې په کې سخته مرګ ژوبله هم رامنځته شوې وه.

مشرفي مرتضی د یادو ټاکنو لپاره د نورو ټولو منتخبو نوماندانو څخه وروسته په ۲۲ دیسمبر کمپاین پېل کړ، چې له سهاره تر ماښامه به ګرځېده، نوموړی د سیالیو پرمهال لا ټپي شوی هم و.

۳۵ کلن مرتضی په رسمي توګه د تیر کال په نومبر میاشت کې په سیاست کې قدم کیښود، چې د عوامي ګوند لخوا یې نوم لیکنه تایید شوه، دده ترڅنګ د بنګلدیش کرېکټ بورډ اوسنی مشر نظم الحسن او پخوانی ټیسټ لوبډلمشر نعیم الرحمن هم څوکۍ ګټلې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د