نړۍ

د متحده عربي اماراتو وليعهد پاکستان ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د متحده عربي اماراتو ولي عهد محمد بن زيد النهيان د يو دولتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.

د متحده عربي اماراتو ولي عهد محمد زيد النهيان ته په هوايي ډګر ددې هيواد لومړي وزير عمران خان او د نورو لوړ پوړ ملکي او نظامي چارواکو هرکلی ويلی دی.

د پاکستاني رسنيو له قوله له هوايي ډګر څخه د وزير اعظمۍ تر ماڼۍ پورې د اماراتو د ولي عهد محمد بن زيد النهیان موټر خپله ددې هيواد لومړی وزير عمران چلاوه او هلته يې ورسره دوه په دوه ملاقات وکړ.

د رسنيو د راپورونو له مخې په دې ليدنه کې د متحده عربي اماراتو او پاکستان مشرانو له يو بل سره د دواړو هيوادونو د اړيکو او د سيمې د سياسي وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې او په راتلونکې کې يې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او همکارۍ خبرې کړي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی وروسته ددې هيواد د پوځ له مشر او نوور چارواکو سره هم وګوري.

د رسنيو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې ولي عهد محمد بن زيد النهيان له پاکستان سره د ۱۲ ميليارده ډالرو د قرض او په دې هيواد کې د پانګونې اعلان هم وکړي.

تر دې وړاندې د متحده عربي اماراتو ولي عهد محمد بن زيد النهيان په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان ته تللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

داسی معلومیږی چه د سوله لپاره پاکستان ته کریدوتونه ورکول کیږی.ڼڼی سفر او د دولس میلیاردو ډالرو ډلی.
پرون امریکایی سناتور ګراهم هم وییلی وه ،چه باید پاکستان ته د سوله په بدل کی امتیازونه ورکړل شی،
د پخوا په څیر د انسانانو خرید او فروخت په ځای ،اوس سیاست پلورل کیږی.دیته وایی سرمایه ګزاری.هغه هم په جنګ باندی سرمایه ګزاری،ن
و نو باید اوس افغانان دا جنګ بند کړی ،سرونه د افغانانو پکی ځی ،کریدت ،امتیاز ،ګټه نور وړی.

مجاهد

کافر او مسلمان د ظاهری فزیکی جوړښنت له مخی کوم توپیر سره نه لری په جلا رنګونو کی مسملمان او کافر شتون لری یا په بل عبارت مسلمانان او کافر د وینی د کیفیت له مخی ځانګړیتیا نه لری تول د ادم ع اولاده او ۲۳ جوړی کروموزومونه او ډی ان ای لری . مسلمانان سوله او کفار جنګ غواړی، مسلمانان د الهی لارښودنو له مخی اطمنان لری د زمکی مالکیت او زمکه کی باید الهی اصول وچلیږی چه عدالت پلی او د جنګو مخه ونیسی او کفار حریص دی قابیل د حرص له امله خپله ورور هابیل په شهادت… نور لوستل »

سیلاب

پشتین صاحب! پاکستان تر افغانستان دمخه غلام او له اوله غلام زیږول شوی ، عوام یی مسلمانان او حکومتی مامورین یی غلامان څومخی کفار او منافقین دی د افغانستان د غلامانو سره یی توپیر په دی کی دی چه هغوی پاخه او باوری او دوی خام او بی تجربی غلامان دی ځکه امریکا او انګریزان غواړی چه زمونږ د هیواد غلامان د پاکستان د غلامانو د غلامو روزنو او تسلط لاندی راولی. زمونږ ځينو ته چه نومونه او څيری یی د مسلمانانو مګر زړونه او مغزونه یی پریمنځل شوی دموکراسی ته اسلام او اشغلګرو ته د صحابه کرامو او یا… نور لوستل »

بسم الله

غمی پښتین صاحب ! د افغانستان د دوهم ځل د خپلواکی لمر بیا ختلی ، امریکا او لونډان یی په هماغه سوپرپاوری طاقت او قدرت د ماتو او ننواتو سره مخ دی . د پشتین ، لونګ، ځدران فکر کوم کیدی شی ع او غ په دغو نومو لیکنی کوی که وکولای شی د طالب مجاهدینو د بریاوو په مقابل کی د مظلوم اولس ذهنیت بدل کړی مګر طالبان د الله ج فوځ او د دوی سره جنګ د الله ج سره جنګ دی او د الله ج سره جنګ کول د ماشومانو او لیونیانو کار دی لیونیان او ماشومان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x