
طالبانو فراه کې ديارلس دولتي سنګوريان ژوندي نيولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو فراه کې ديارلس تنه دولتي سنګوريان په داسې حال کې نيولي، چې خپلو دندو ته پر لاره وو.
د فراه ولايت چارواکو ويلي، چې طالبانو د فراه ولايت پنځلس تنه مامورين ژوندي نيولي، درې تنه يې په کې وژلي او پاتې دولس نور يې له ځان سره پشت رود ولسوالۍ ته وړي دي.
طالبانو د پېښې مسؤوليت منلی دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې د دوی کسانو د تالاشۍ پر مهال د ولايت د حاضرۍ مدير جاويد نوري وژلی او دريالس تنه نور يې له ځان سره ژوندي بيولي او محکمې ته يې سپارلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د فراه ولايت ډېری برخه خاوره د طالبانو په واک کې ده او د هېواد په سطحه د دولتي عسکرو او پوليسو مرګ ژوبله هم په فراه کې ډېره پېښيږي.