کندهار: د استيناف محکمې يو مامور وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت د استيناف محکمې يو تن مامور د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د قاري هاشمي په نامه د کندهار د استيناف محکمې دا مامور د کندهار ښار د دوهمې حوزې اړوند د خاد په کوڅه کې په ډزو وژل شوی دی.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې قاري هاشمي د نامعلومو کسانو له لوري د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې وژل شوی دی او وژونکي يې په تيښته بريالي شوي دي خو په وينا يې چې د نيولو هڅې يې روانې دي.

تر اوسه د قاري هاشمي د وژنې مسؤليت چاپه غاړه نه دی اخیستی.

تبصرې (3)

  • الله دی اوس بخښه ورته وکړی. هفه رشوتونه درغلی او بی عدالتی چه د افغانستان په عدلی نظام کی ځالګی کړی ده امکان یی شته چه د جهان بل ملک کی به یی ساری نه وی. اوس به یی جواب ووایی. بیله شکه د الله پاک نظام کی بی عدالتی نشته.

  • ……………………..قاری صاحب فریاد………………………………….
    قاری وم قران می پروت وه په سینه کی…………...ویی ویشتم په ګولی په نیمه شپه کی
    پنځه وخته می لومنځ د قران می تلاوت کړ…حلال می کار او بار د الله می عبادت کړ
    نه پوهیږم چه څه می کړی څه می ګناه وه…….قاتله ګولی د راباندی وچلوله دا دجفا وه
    واړه ماشومان می اوس ګوله ډوډی غواړی…….بوډا مور او پلار می دوایی غواړی
    له کوره راوتلی وم چه یوسم ډوډی او داوایی…. راوان نه پوهیدم شوم خوراک د غوایی
    زه قاری یم خپل قاتلان نه بخمه…………......په روځ د قیامت تر ګریوان یی کشومه
    الله ج حضورته یی واړاندی کومه………......د هرڅاڅکی وینی حساب ورسره کوومه
    نور بس کړی دا عبث وینه توییدنه……….........زه در څخه لاړم په الله ج مو سپارمه
    …………………………..غمی،پښتین،پل علم ،لوګر

  • عظیمی صاحب ! انسانان په هغه نظریاتو او خصلتو چه لری یی یو له بله سره توپیر لری که نه ټول انسانان یو شان یا یوه ګتګوری حیوانات دی چه له نورو په متفکرو مغزو او مهربانو زړونو تو پیر لری
    د کابل د غلامی اداری لوړپوړی او منځپوری بی وجدانه او بی ضمیره له اوله په ګوته شوی، چه ناوړه ، فاسد او غلامی منونکی دی ځکه یی ورباندی سرمایه ګذاری کړی یعنی دوی باید درغلی او بیعدالتی وکړی درغلی او بی عدالتی د دوی او د دوی د دموکراسی مسلک دی که یی ونه کړی بیا به دموکراتان نه وی او نه به یی بادارانو بی عدالتیو او ګډوډیو ته هڅولی.
    استعمار او اشغال هدف د مطلوبو مستعمرو د محبور ولسو استثمارولو او غلامول دی او هغه په درغلیو او بی عدالتیو کی تر سره کیږی