افغانستان

هرات: د ټاکنو کمیسيون ولايتي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د هرات ولايت د ناکامو نوماندانو اعتراضونو زور واخيست او ددې ولايت د ټاکنو کميسيون دروازه يې له تيرو دوو ورځو راهيسې د اعتراض په توګه وتړله، د ټاکنو د ولايتي کميسيون دوه کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

معترضو نوماندانو چې له دوو ورځو راهيسې يې د هرات د ټاکنو ولايتي دفتر مخې ته د اعتراض خيمه درولې وه ويل يې وه چې د هرات د ولسي جرګې په ټاکنو کې له پنځوس زياتو نوماندانو په رايو کې درغلي شوې ده او همدا راز شپږ نور صندقونه ورک شوي دي.

د هرات ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون مشرې فرشته محب وويل چې د نوماندانو د اعتراضونو او نورو شته تورونو له امله يې ددې ولايت د ټاکنو کميسيون مشر او دوه نور مهم کارکوونکی څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته په بيلابيلو ولایتونو کې ناکام نوماندان شکايت کوي چې په ټاکنو کې ورسره درغلي شوي ده او په دې بهير کې شفافيت ته پام نه دی شوی چې ډېر يې د پايلو د نه منلو ګواښ کوي.

تر اوسه په دې اړه د هرات ولايت د ټاکنو کميسيون مسؤلينو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x