واورين هلک؛ هغه چينايي ماشوم چې يو انځور يې ژوند بدل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د چين د يننان ايالت په يوې لرې پرتې سيمې (زنچي) کې د وانګ فومين په نامه د يوې غريبې کورنۍ یو کوچنی زده کوونکی له خپلې مور او يوې خور سره په يو زوړ او نيمه نړيدلي کور کې اوسېده، چې هره ورځ به يې ښوونځي ته د تګ پرمهال څلور کېلو متره لاره په پښو وهله. نوموړی د تيرکال په جنورۍ مياشت کې د خپل ښوونځي د امتحان صحنې ته په داسې حالت کې ورسېد چې پرې ورېدلې واورې يې د سر تور ويښتان سپين ځلولي وو.

استاد يې چې وانګ فومين په دې حالت کې وليد نو د هغه دا حالت ورته نا اشنا وبرېښېد، انځور يې ورڅخه واخيست او په خواله رسنيو کې يې شريک کړ.

د وانګ فومين دا واورين انځور په رسنیو کې د خلکو د بحث ګرمه موضوع وګرځېده او دې ماشوم په «واورين هلک» شهرت وموند چې له هغې وروسته د ګڼو رسنیو خبريالانو او د مرستندويه ټولنو غړو ځان ورورساوه او هغه ته يې ګڼې تحفې ورکړې او مرسته يې ورسره وکړه.

د خلکو له مرستو او همکارۍ وروسته د وانګ ژوند بدل شو او اوس هغه د پخوا په څېر غريب نه دی او نه هم ښوونځي ته څلور کېلو متره پلی مزل کوي، مګر اوس هغه د ښار په يو ښه کور کې اوسيږي او ښوونځي ته يې يواځې لس دقيقې مزل دی.

د وانګ فومين پلار هغه مهال له خپل کور نه يو سر دوه غوږه ووت، کله چې غربت او فقر بيخي وروستي حالت ته ورساوه، خو اوس چې د وانګ د کورنۍ ژوند بدل شوی دی بچيان او ميرمن يې د پلار په لټه کې ګرځي او په همدې هيله وخت تيروي چې کله به يې پلار/ خاوند کور ته راځي.

مخکې هم وانګ فومين ويلي وو چې که لوی شي نو هيله يې ده چې د پوليسو مشر به شي خو اوس يې چې ژوند بدل شوی دی بيا هم په خپل هغه هوډ ولاړ دی او وايي چې که ژوند مې بدل شوی دی خو بيا هم اراده لري چې که لوی شي نو د پولیسو مشر به وي.

له وانګ سره د مرستدويه ټولنو استازو او شتمنو د مرستو سره نه يواځې د وانګ ژوند بدل شو، مګر هغه له دې پيسو نه په خپل ښوونځي هم مصرف وکړ او د ښوونځي شته اړتياوې يې پوره کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د