افغانستان

بدخشان ولايت کې ۳۷ کان کيندونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د غره ښويدنې له امله ۳۰ تنه کان کيندونکي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د کوهستان ولسوال پوهنمل روستم رسنيو ته وويل چې دا پيښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دې ولايت به کوهستان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د بارانونو او واورو د ورښت له امله غر وښويد، چې ۳۰ تنه کان کيندونکي په کې وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

نوموړي وويل چې ددې سيمې په کانونو کې تر لسو زرو ډېر کارکوونکي کار کوي چې کله کله دا ډول پيښې رامنځته کيږي.

د هغه په وينا چې سيمې ته مرستندويه ډلې او امنيتي ځواکونه رسيدلي دي.

له سیمې څخه يوه بله سرچینه وايي چې په دې پيښه کې د مړو او ژوبلو شمیر تر پنځوسو ډېر ډير دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

خدای پاک دی دا ټول مړه سوی کارګر خلګ غرق رحمت وګرځوی او زخمیانو ته دی خدای تعالی روغتیا ور په برخه کی.
هر هغه څوک چي ځانته د حلالی ګولې د راسته راوړلو په حال کی( خصوصاً دې غوندی شاقه کار کی) ومری، مقام او درجه ئې د وولس د ژغورونکو سپاهیانو او نورو خدمت ګارانو تر اجر او ثواب په کمه ندی.

مجاهد

دا خو سمه ده چه هغه کاریګرو کی به ډير ښه خلک وو مګر زمونږ دمعدنیاتو ګټه کومو جیبونو ته لویږی او د اشغالګرو د اشغال اوږدوالی یو هدف همدغه چه زمونږ د زمکی لاندی او باندی زیرمی لوټ کړی د باندی زیرمی یی نشه توکی او د زمکی لاندی زیرمی یی همدغ قیمتی ډبری، سره زر او یورانیم دی ، که دغو کاریکړو ته د هغو اشغالګرو له خوا معاشونه ورکول کیږی داسی مثال لری لکه څوک چه د غلو د پاره کار کوی مهمه نه ده چه هغه غله د کابل غلامان او که د کابل باداران وی… نور لوستل »

غمی،پښتین

مجاهد سلامونه،
افغانستان خلک مجبور دی چه په دا شرایطو کی خپلو بچیانو لپاره رزق کور ته یوسی،دا کاریګرو ته (لندن)داجال سوسیال نه ورکوی.
بل داچه ژمی دی. لندن دجال توده کورونه هم نه ورکوی.دوی اصلا دجال ته نه ورځی چه ووایی ای دجاله(لندن)ما تاته پناه راوړی،زما پناهنده ګی قبوله کړه.دوی خپل لاسونه تڼاکی کوی له تیږی.له غره څخه رزق لاس ته راوړی،

بازمحمد غازی

مجاهد وروره،
د کاریګر ،دهقان.مزدورکار له حلاه ته څه خبر یی .په لندن کی اوسیږی .وخوری او وڅښی لغته جګه کړی

غ.حضرت

اُف، مجاهد صیب!
کاشکی دی هغه کسان ( طالبان) هم غندلی وای چي زموږ ددې غم ځپلو وړونو په هکله ئې خواشینی څرګنده کړېده.
اوس باید دا ومنو :
دا چي د نړۍ هیڅ قدرت ندی بریالی سوی پر دې وولس مطلق تسلط پیدا کی علت ئې دادی چي دا وولس د چرګوړی اتلسو یتیمو بچانو غوندی پر اتلسو لیارو روان دی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x