غزل/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

چې خوشبو احساس کړه،سترګو ستا له رنګه غنمرنګه!
شه روزي دې ، ګلابي حُسن ملنګه غنمرنګه!

زما ایمان تر ښایست ښکلی ستا ښایست تر ایمان ښکلی
دنیاګۍ دي زما د مینې کړله ړنګه غنمرنګه!

له فطري رنګونو چا کړه،ستا د حُسن تابلو جوړه؟
څومره ښکلی غوندې ښکارې غنمرنګه_غنمرنګه

د ښایست لونګین زیب به دي په څنګه تورو ستایم؟
ده ښکلا دې خوشبو وړې له لونګه غنمرنګه!

بهاند سیند مې له لېمو د غنم رنګ چاودلې زړه نه
چې یې تللی زما له څنګه ته ګلرنګه غنمرنګه!

چې ثاقب دي کړ خمارخمار، چنارچنار زلمیه!
ړنګه بنګه دي ځواني په ونه دنګه غنمرنګه!

تبصرې (1)

  • د رحمان بابا په عشق، تاته هم آفرین، څومره ښکلې غزل.البته غزل نه بلکه غزاله ده.