رحمت الله منيب
په ضمیر کي چې لړزان د اوښکو راشي
زلزله شي او طوفان د اوښکو راشي
احساسات د خواخوږي پکې څرکند وي
چې له سترگو یې باران د اوښکو راشي
د نړۍ د ړنگېدو شیبه یې بوله
له یتیم زړه چې ضربان د اښکو راشي
په وجــــود کې به یې نوی روح پیدا شي
که یی څاڅکي په گرېوان د اوښکو راشي
د غزل زمکه به بیرته زرغـــونه شي
که منیب ته قلمدان د اوښکو راشي
تبصرې (1)
آفرین.ډېره ښکلې غزل ده.