ادبي لیکنيپښتو کتابونه

«په اسلام کې د استخباراتو نظام» کتاب چاپ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): په اسلام کې د استخباراتو نظام په نامه کتاب چاپ او خپور شو.

دا کتاب د هيواد د پياوړي ديني عالم او د پښتونخوا حقانيه دارالعلوم استاد مولانا عبدالباقي حقاني اثر دی چې تازه د چاپ په ګاڼه سنبال شو.

په دې کتاب کې د استخباراتو په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وخت راهيسې تر اوسني وخت پورې د اسلام په رڼا کې استخباراتي چارې او نظامونه څيړل شوي دي او د اسلامي شريعت له نظره په کې د روا او ناروا جاسوسۍ په اړه موضوعات راغلي دي.

دا کتاب چې په ياده موضوع کې بې ساری دی په کې د اسلامي شريعت له مخې د استخباراتو په ټولو اړخونو تفصيلي بحث شوی دی او په دې اړه له بيلابیلو علمي مآخذونو څخه استفاده شوې ده.

ليکوال تر دې وړاندې هم په اسلامي سياست او ددې سربيره په نورو بيلابيلو موضوعاتو ګڼ کتابونه ليکلي دي چې په کې د اسلام سياسي او اداري نظام، د اسلامي حاکمانو اخلاق او صفات، په اسلام کې د راز ساتنې اهميت او نور کتابونه يې د يادولو وړ دي.

ياد کتاب د هيواد په بيلا بيلو کتاب پلورنځيو سربيره د پيښور او اکوړه خټک په کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عارف خان دوتانی

دغه کتاب څنګه تر لاس کولای شم ؟
ځکه ډير زيات ضرورت ورته لرم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx