ایا د قطر په غونډه کې به دولتي پلاوي ته د ګډون چانس ورکړل شي؟!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

د رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې په پام کې ده چې د طالبانو او امریکايي استازیو د مذاکراتي بهیر څلورمه ناسته د قطر هیواد په پلازمینې دوحه کې تر سره شي.
که څه هم چې تر دې وړاندې داسې مطبوعاتي شائعې وې چې دا غونډه به د سعودي عربستان په جده ښارکې تر سره کیږي او د همدې شائعو پر اساس دولتي پلاوي جدې ته د سولې په خبرو کې د مشارکت د تضمین په صورت کې د سفر کولو په لټه کې و.

د جدې په ځای په قطر کې د مذاکرتې غونډې تر سره کیدل تر ډیره پوري په مذاکراتې بهیر کې د طالبانو د موثریت او حاکمیت ښکارندويي کوي.

ځکه په جده کې تر متوقعې غونډې وړاندې د سعودي چارواکو او ښاغلي غني ترمنځ داسې تلیفوني تماسونه نیول شوي وو چې له مخې یې نوموړي ته په مذاکراتي خبرو کې د دولتي پلاوي د ګډون اطمنان ورکړل شوی و.

په ورته شکل په ابوظبۍ کې د غوندې تر انعقاد وړاندې داسې ګونګسې وي چې یاده غونډه به په اسلام آباد کې تر سره کیږي ، تر دې چې په دې اړه شخصا د پاکستان لومړی وزیرعمران خان خپله رسنیو ته څرګندونې کړې وې.

خو د دې برعکس هماغه وخت هم ولیدل شول چې غونډه د اسلام آباد په ځای د متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره او د امریکايي استازي زلمي خليلزاد له ټولو هڅو سره سره طالبانو په یاده ناسته کې د حکومتي پلاوي ګډون ونه مانه .

له دې څخه څرګندیږي چې طالبان په مذاکراتي پروسه کې هم موثریت لري او هم د غونډو د جوړیدو د ځای په تعین کې اساسي صلاحیت.

اوس به ولیدل شي چې داځل دولتي پلاوي ته چې تل په خپل مالکیت سره د سولې د خبرو د ترسره كيىو دعوه کوي د قطر په غونډه کې د مشارکت چانس په لاس ورشي ؟

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

دولتی .غیر دولتی هر څوک چه غواړی باید د سوله په باره کی ورسره سلا مشوره او هم ونډه ورکړل شی. ونډه ،او سلا مشوره نه کول د د اسلام مبارک دین سره په ټکر کی دی،رسول الله (ص)همیشه سلا مشوری کړی دی.او بیا خلفا راشدینو ټول حکومتی کارونه په سلا مشوره په وړی دی، دولتی چارواکیو سره کیناستل به ولس دولت ډاډه کړی، چه بیا د مجاهدینو غویمنډونه لنډغری نه تکراریږی، د غلو په شان جرګی کړل ،او ولس په توره تیاره کی ساتل ،د دغه جنګ ځپلی ولس سره لوی خیانت دی.هر څوک چه د ولس ځان مدافع… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

زما په اند دا چانس به په لاس ورنشی . څنګه چی ليکل شوی “چی طالبان په مذاکراتی پروسه کی هم موئثريت لری او هم د غونډو د جوړيدو د ځای په تعين کی اساسی صلاحيت “، همداسی ښکاری . يوه ستونزه شته ، هغه داچی ډيری بهرنی مشران تر اوسه طالبان سم نه پيژنی ، دوی يی په ځانو قياسوی ، وبه يی پيژنی او ډيرښه به يی وپيژنی ، و به يی پيژنی چی دا د مجاهدوعلماو او مجاهدو طالبانو تحريک دی ، دوی ته زور ښودل او يا دوی خطا ايستل ګټه نلری ، يا يی سم… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

the peace process is one project and business for pakistan.in russia war pakistan made atom bomb and motorway.
now also pakistan just collect fundraise on talibs
now pakistan took donate from saudi&emarat.then will get some fund from turkeey/qatar&america.
only afghans together can bring peace.
afghan army/police special force&airforce are stronger then ever,
not too far in 2019 all pashtoons will start the fight for freedom from pakistan.balooch /pashtoons&sendee will stand up against punjab.
pakistan become busy with freedom-fighters.
talibs will become more in problems.
afghan government becomes more strong.thank you

داود
میلمه
داود

کوم دولت؟ که اداره ووایی یو څه به درسره ویی منم مګر دې ته دولت ویل مناسبه نه بریښي. داشغال لاندی کړی ده چیې په دردیدلی ملت ټپل شوې ده.

ibramim
میلمه
ibramim

داودجانه، دا پوښتنی له غلامانو مه کړه چه کوم دولت ؟ هغوی ته په خوب ا وخیال کی دولت او حکومت دی له ناموسه پری هم تیر دی د همدی حکومت په بیه کی تری اشغلګرو قضایی مصونیت ترلاسه کړی قضایی مصونیت په لرلو او کارولو اشغلګر چه د دوی د کورو څارنه او ساتنه کوی تر دوی د دوی په کورونو کی ډیر واک او ځواک لری که د عملیاتو وخت کی هم پری دغه غلامان راشی د شکایت حق هم نه لری بس دوی په دی خوشاله دی چه زه او جمهور ریس ، زه او د دفاع… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

دولت خو د فاسدینو ، بیکارو ،ناپوهو، غلو ، رشوتخورو ، قانون ماته ونکو يوه فاسده مجموعه او دصلیبي اشغالګرو یوه تړل شو ې ناکامه پروژه او پروځیس دی !! ما په خپل ژوند او تاریخ کې داسې بی وجدانه لنډغران ندي لیدلي ! په یوو انسان د تل لپاره باور کول سادګي او ناپوهي دي، خو دقانون ساتل او عملي کول يې دهر انسان او ټولني اخلاقي وظیفه ده خو که څوک داسې اخلاق ولري !! متاسفانه چې د اډول اخلاق ماتر اوسه ندي لیدلې ، تر پرونه پورې کلک پښتون ، مسلمان به وو خو نن د سې… نور لوستل »

سیلاب
میلمه
سیلاب

بلا نصیحتونه ورته وشول قرار نه شو هغه خدای بی لیاری کړی په لیار نه شی] #### یعنی غلام غنی او لا د کابل د غلامی اداری کوم سرلوړی وکیل یا وزیر دی. وایی [شدی مستی د هر چا خوښیږی خو د پیښو پسی خڼی راوتی دی]. د کابل اداری کمونستان ، نشنلستان او اخوانیان په ټوله کی سکولریستان د دجال په جنتو کی حیران پاتی چه ( مونږ او دا مقامونه ؟ ) دا به خوب وینو او رښتیا هم خوب ځکه دی چه خوب کی هغه خوب لیدونکی واک او کنترول نه لری یوه شیبه کی الوزی او… نور لوستل »