افغانستان

طالبان: د بدخشان پر پېښه غمجن یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو له لوري په یوې رسمي اعلامیې کې د هغو خلکو پر وژل کېدو خواشینې ښودلې چې د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ په زرمنج سیمه کې په یوه کان کې د کار پر مهال ووژل شول.

په دغه پيښه کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو ویلي چې دوی پر دغه پيښه غمجن دي، خواشیني باندي څرګندوي، «اسلامي امارت په دغه پيښه د زړه له کومې خپله خواشيني څرګندوي، د وژل شوو او ټپيانو له کورنیو سره په دې دردونکي پيښه کې خپل ځان شریک ګڼي او تسلیت ورته وايي، همدا ډول ټولو وژل شوو هیوادوالوته له الله تعالی څخه د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي».

او زیاته کړې چې دوی خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې د لازمې مرستې لپاره دي خپل ټول امکانات په کار واچوي، «اسلامي امارت په سیمه کې خپلو مجاهدینو ته هم لارښونه کوي چې خپل ټول ممکنه امکانات او توان په کار واچوي، ترڅو د یادې پيښې د قربانیانو د جسدونو په را ایستلو او خپلو کورنیو ته په سپارلو کې مرسته وکړي او له غم ځپلو سره خپله همدردي څرګنده کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

په انتحاری کی چی بیګناه کسان شیهدان کوی پر هغو هم لږ زړه وسوځوي. الله مو ##کړه په داسی سیاست. خلک مو ښه پیژنه په داسو خبرو د خلکو په زړنو حکومت نشی کولای.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x