نظــر

افغان سوله، راتلونکی، او پر له پسې ناستي

لیکوال. فضل هادي محمدزی – لندن

داسي ګنګوسې دي چي دجنګ اصل لوري چي طالبان او امریکایان دي په روانه اونۍ کي یوځل بیا په قطر کی ناسته لري. که رښتیا دا ناسته وشي د افغانانو او دنیا والو هغه شکونه به په یقین بدل شي. کوم چي دافغان صلحي په هکله یې په امریکا اوطالبانو لرل.

دا ناسته تر نورو ځکه مهمه ده چي داځل به هرومرو امریکایان ترخپل سره خط په شاته تللو ځان اصل هدف ته رسوي چي دځواکونو مصؤن وتل، دخپلو بندیانو تبادله، د تروریزم د مخنیوي ضمانت اخیستل له طالبانو نه، همداراز له تورلیست څخه د طالبانو ایستل او وروسته بیا بین الافغاني سوله او داسي نور….. اوس اټکل دا کیږي که امریکایان دغه شرطونو منلو ته حاضر نه وي نو تیرو ناستو ته پر کتلو یو ځل بیا امریکایانو دا ناسته نه جوړوله.

داچي طالبانو په ابو ظبي مذاکراتو کي خپلي سرې کرښي دهمیش لپاره ورته کښلې وې. او امریکایان بیاهم دمذاکرتو لپاره طالبانو سره ناسته کوي. دا ایجابوي چي امریکا د طالبانو دا غوښتني مني او د خپل جمهور رئیس ټرمپ تیز پر شاتګ ته د وړو پوزه جوړوي.

خو د دې ټولو خبرو ترڅنګ که طالبان ابوظبي مذاکراتو ته ورته په لوړه کچه مشران په دې مذاکراتو کي حاضر نه شول هم د ریښتینې سولي په اړه شکوک اوشبهات لازیاتوي. ځکه چي په ابو ظبي کي دسیاسي غړو تر څنګ دطالبانو د رهبري شوری مهمو غړو او د شیخ هبت الله د خاص دفتر مشر امیرخان متقي چي د طالبانو په منځ کي یو بانفوذه واکدار اوسیاسي شخصیت پاتي شوی او د طالبانو اول امیر بیا دوهم امیر ته یو له ډیرو باوري کسانو شمارل کیده. چي اوس داده شیخ هبت الله او د هغه مرستیالانوت ه هم په خپلو ټولو چارو کي نژدې بلل کیږي. او دحقاني شبکې غړو هم شمولیت درلود. نوموړو په ابوظبي مذاکراتو کي خلیلزاد ته په خلاصو ټکو دخپل مشر او شوری دریځ وړاندي کړی وو.ا و دایې هم ورته واضح کړې وه چي موږ له دغه چوکاټ نه دباندي ستاسو امریکایانو سره نور هیڅ ډول معاملې ته تیار نه یو .

بناءا له افغانستانه دامریکایانو د وتلو اوسولي ته د رسیدلو تر هر وخت زیات چانسونه تر سترګو کیږي. خو دا چي بیا هم دکابل حکومت په زیات اصرار او غوښتنه له امریکایانو او هم له طالبانو نه چي باید ګډون ولري، نه ده دعوت شوی، دکابل اداره یو قسم په مایوسي او انزوا کي واقع کړې. او د کابل حکومت دواړه مشران یې یو په بل د معامله ګري په شک او بدګمانۍ اخته کړي. نو ځکه ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غني د سیمي او منطقې خپل خاص هیوادونو لکه هند ته خپل د امنیت مشاور حمدالله محب ولیږه او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله بیا دپخواني شوروي اتحاد ځیني ممالکو سره په رابطه بوخت ده. او نور سیاسي احزاب هم یاله طالبانو او یا هم په سیمه او داخل دافغانستان کي په نفوذ پراخولو بوخت دي ، تر څو یی سراومال په امان واوسي.

داچي په داسي حالاتو کي او یا هم د خارجي ځواکونو په وتلو سره به دا اداره چي له مخه لا په فساد او دوه سري اخته ده څومره مقاومت وکړي؟

سیاسي او نظامي شنونکي داسي اټکل کوي چي یو ځل بیا په افغانستان د ډاکټر نجیب د حکومت دوره تکراریدونکې ده. خو دا چی طالبان به څومره وکړای شي تر څو خپل تیت او پاشلی قوت د نظام د مهارولو لپاره منظم کړي دا هم د فکر وړ نقطه ده. سیاسي شنونکي وایی چي د طالبانو غورځنګ د دوهم ځل لپاره په کابل کې د خپل اسلامي امارت د قیام لپاره تياری نيسي، او هيڅکله به په واک کې شريکان ونه مني، او ټينګار کوي چې له امريکايي اړخ سره يې مذاکرات بايد په يوه خبره راټول وي، چې هغه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر امن توګه وتل دي او بس..

عرب ليکوال او ژورنالست عبد الباري عطوان او دسیمي اوافغانستان شنونکي داسي اټکل کوي چي ګواکي طالبان یوځل بیا په کابل دحکومت لپاره وزري څنډي او داکار ځکه کولای شي چي اوس هم ۷۰سلنه اراضي تر کنټرول لاندي لري، او هلته یومنظمه حکومت داري لري همداراز د ټولو ولایاتو لپاره په خپل نظم کي له والي بیا ترعام پولیس پوري تشکیلات لري. او اداره یې واحده او شفافیت لري تر داسي اندازې چي حکومتي چارواکي هم خپل قضایي اوعدلي مسائل دطالب مخ ته ایږدي چي شه مثال یې دغزني د والي دمځکي دوسیه وه چي طالبانو احکام کړه ورته. اوپه لوګر کي د ولس مشر اشرف غني د مځکي ټیکس وو چي طالبانو ته یې ورکړ. همداراز تر وار له مخه له سیاسي احزابو سره دطالبانو رابطې او د ولسي وکیلانو سره پټ جوړ جاړی هم هغه څه دي چي دطالبانو دحکومت داري لپاره مهم رول اداکولای شي.

یوه مهمه موضوع چي دملي اردو او روزل شوي پولیسو وه له ډیر وخت ګونګ پاتي کیدو وروسته ایله هغه وخت روښانه شوه چي دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکایي تلویزیون سره په مرکه کی وویل چي موږ هم غواړو چي هغه اردو اوپولیسو ته خپلي دندي وسپارو. اومعاشات ورته اجراکړو کوم چي په نشه یی توکو نه دي روږدي او په رښتیا دوطن په مینه خدمت کوي.

روانو حالاتو او زمیني حقایقو ته پرکتلو داسي بریښي چي دامریکایانو وتل او له طالب نه دتروریزم تضمین اخستل همدا معنی چي راروان افغانستان دطالب په ذمه سپارل کیږي خو دا نه ده معلومه چي طالب به بیا دتیر په څیر طالبیزم رامخته کوي او که افغانیزم؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

نه د حقانى شبكه شته او نه چا دا ويلى چى دا مزدور اردو او پوليس چى د كفارو او منافقينو له لورى روزل شوى ودوى ته به معاش حواله وى، بى زايه او د عقل نه وتلى درواغ دى.
طالبان نه طالبيزم پيژنى او نه هم افغانيزم دا د لندن اصطلاوى دى په افغانستان كى نه چليژى ، هو د افغانانو په خوشه اسلامى نظام به را مخته كرى .

حماد

د پنجابي دغه پیچکارۍ چې طالب جان ته یې لګولې ده چې ګواکې ده فتحه تر لاسه کړه او امریکا شکست خوړلی ده او نور خیر خیریت دې ګمان نکوم د طالب سمه رهنمایې وې. که په رشتیا طالب ۷۰ سلنه خاوره لرې او پاتي یې له امریکا سره ده نو دوي دې دواړه نران شې دغه خبرې دې په داخل کې وکړې. د طالب له لورې د ۷۰ سلنه خاوری درلودلو دعوا داسې ده چې طالب پر خپل ځان شاهدې وایې، مانا داچه بیا خو نو د افغانستان د مشکلاتو ۷۰ سلنه زموار طالب دې. راځئ که رشتیا اسلام… نور لوستل »

جميل

حماد جان كه دى عربى پيچكارى را ياده كريواى يو سه به دى چرتى كريواى . قرانكريم عربي دى او نبوى حديثونه هم توله عربى دى ، كوم غيرت او همت چى طالبان يى لرى هغه افغانى دى ، پنجابيان خواران تر اوسه زان اازاد نه احساسوى لا هم د امريكا په پشو كى پراته دى . كه د امريكايانو شاوخواته همدا داخلى مزدوران نواى تا به ليدلى واى چى امريكايانوته سه ور پيشيدل ، په همدى بى غيرتو په دالر رانيول شويو مزدورانو زانونه ساتى، دا گردوغبار بايد اول له مخه ليرى شى بيا پر امريكايانو وار وشى .… نور لوستل »

بازمحمد غازی

محمد زی صاحب سلامونه، موږ د څو حکومتونو خوند وڅکه.هر حکومت چه په موږ راغلی موږ راحت نه دی لیدلی.هر حکومت د ځنکندن په شان خواری په موږ غریب ولس تیری کړی دی،اوس هم د ځنکندن خواری په حالت کی یوو. چه طالیب، یا ملا .یا ډاکتر، یا انجینر ،یا پروفیسر راشی بیا به هم موږ په هغه د ځنکدن په خواری کی وه. هیڅ طالبی حکومت،هیڅ ډاکتری حکومت به د دغه ولس په درد ونه خوری،ولس په اوبو کی ولاړ دی،نو اوبه څه تر ښینګری او څه تر زنګون، ولس د یتیم په شان دی،او یتیم په ژړا ټینګ… نور لوستل »

سیلاب

غازی صاحب په ځان دی د غازی نوم هم ایښی مګر غازیان دی هم د کارغانو سره یوه قفس کی اچولی ، ####اداره: هیله ده چې پر تبصره کوونکو د شخصي نیوکو او تهمتونو څخه ډډه وشي ####

الحاج استاذ بیانزی

محمدزی صاحب ! ستاسی د لینکنی د ځينو برخو سره چه توافق نه لرو هغه دادی: لمړی : د امریکایانو سره په طالب مجاهدینو هم شک لرل ، او که دا ناسته وشی شک به په یقین بدل شی ولی؟ دوهم: که د طالبانو لوړپوړی چارواکی حضور ونه لری ، شکونه لا زیاتوالی کوی ولی؟ ایا خلیلزاد د امریکایانو لوړپوړی چارواکی دی، او بیا د قطر په استاذو د طالبانو مشرته به ډاډه نه دی ؟ دریم : طالبان به نور څوک له ځانه سره په واک کی ونه منی . مظلوم او مجاهد اولس دا اوس هم ورسره او… نور لوستل »

طالب مجاهد

بازمحمد غازی ګله! ستاسی خبری د تعلیم یافته په شان نه دی چه له ښو څیړنو وروسته ارزونه وکړی د کوڅو د خلکو په شان چه پیتاوو ته به راووتل بیکاره وو بیچاره ګان نسوار به یی هم خولو ته واچولو او بی مسولیته خبری به یی کولی او لا مو په تجاهل عارفانه کی ځآن وهلی چه عوام درباندی څه ناڅه باور وکړی ساده او کلیوالی خبرو کولو هڅی کوی . تاسی لامده هم د وچو سره سیزلی ، وایاست چه [[ خر جګومت ]] اصلی هدف مو طالبان دی چه د ټولو په سر کی مو بیا د… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x