
استراليا کې د افغان سفارت په ملتيا محمد نبي د کرېکټ اکاديمي پرانېستله
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي د استراليا په ميلبورن ښار کې د افغانستان سفارت په مرسته د ځوانانو لپاره د کرېکټ اکاديمي پرانېسته.
څو ورځې وړاندې محمد نبي په خپله ټويټر پاڼه د راشد خان او په استراليا کې د افغان سفير وحيد الله سره يو ځای ددغې اکاديمۍ په اړه خبر ورکړی و.
ددغې اکاديمۍ پرانيسته په خپله محمد نبي، ورسره ملګري راشد خان، افغان سفير او نورو چارواکو وکړه، دغې اکاديمۍ ته د (نبي کرېکټ نړيواله اکاديمي) نوم ورکړل شوی.
Amb @WahidWaissi together with @MohammadNabi007, @rashidkhan_19, @LukeDonnellan & @MayorofCasey inaugurated Nabi International Cricket Academy in #Melbourne. The initiative comes from an Afghan migrant, Roman Sadat, as an attempt to coach&promote professional cricketing for youth pic.twitter.com/mpPaUiF0sW
— Afghanistan in Australia (@AfghanEmbassyAu) January 6, 2019
ددوی په وينا چې محمد نبي به ځوانانو ته په دغه اکاديمۍ کې د روزونکي او مشر لوبغاړي په حيث کرېکټ ښوونه او نور معلومات ورښيي.
محمد نبي او دوه نور افغان لوبغاړي دا مهال د استراليا په بيګ بيش ليګ کې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبيږي.
نوموړی د ميلبورن رينيګيډز لوبډلې سره د آلراونډر په حيث شامل دی، چې تر دې دمه يې په ټولو لوبډلو کې ګډون کړی او په دواړو برخو کې ښه ځليدلی هم دی.