افغانستان

د دفاع وزارت ادعا ته د طالبانو غبرګون

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو څو ځلې ادعا وکړه چې په افغانستان کې یې د طالبانو جنګي ماشین فلج کړی دی او تلفات يې ور اړولي دي په اړه يې طالبانو غبرګون ښودلی دی.

طالبانو د دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې جګړه يې له خپل پلان سره سمه روانه ده او په وينا يې حکومت خپله ناکامي په رسنيزو ادعاوو پټوي او د خلکو توجه بل لور ته اړول غواړي.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې  «داسې ښکاري چې د کابل اداره د ژمي موسم او یخنی چې یو طبعي حالت دی او ځينو ډيرو سړو سیمو کې د مجاهدینو عملیات محدودوي  دا هم خپله لاسته راوړنه بولي.»

خبر پاڼه زياتوي چې حکومت د پرمختګ ادعا کوي خو هيڅ بيلګه نشي وړاندې کولی چې کومه سيمه يې له طالبانو څخه نیولې او طالبان يې ناکام کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په دې خپره شوې اعلامیه کې ځینې رسنۍ هم يادې شوې دي چې په وينا يې کاذب معلومات په يو اړخيزه توګه نشروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

خو خیر دا داسی یی زوره ور، څو ولایتونه مو فتح کړی؟ پریږدی دا خبری د خدای په لحاظ. حکومت څوک وژنی او تاسی څوک وژنی؟ یاره که زما دعا قبلیږی نو الله مو دواړه ورک کړه. څکه چی دواړه د پردیو لاسپوڅی یی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x