بغلان: د کنډک مرستيال په ګډون ۴ امنيتي سرتيرو مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار اړوند په کليلګي سیمه کې د بغلان – پلخمري د لويې لارې دکنډک مرستيال محمد فواد عطايي په يو بريد کې وژل شوی او درې سرتيري ټپيان دي.

د بغلان د ولايتي شورا رئيس محمد صفدر محسني رسنيو ته ويلي دي چې دا پښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې په سيمه کې امنيتي ځواکونه په ګزمه بوخت وو.

محسني وايي چې د کنډک د مرستيال محمد فواد موټر د طالبانو په کمين ور برابر شو چې له امله يې دا مرګ ژوبله رامنځته شوه او موټر يې له منځه لاړ.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی او ويلي یې دي چې په وسله وال بريد کې يې د قومندان عطايي په ګډون څلور سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې وړ ده چې بغلان د افغانستان د شمال يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چې وخت په وخت ورڅخه د جګړو خبرونه ورکول کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د