افغانستان

بادغيس: دوو ولسواليو کې ګڼې پوستې سقوط شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د بادغيس ولایت د دوو ولسواليو په بيلابيلو امنيتي پوستو بريدونه کړي دی چې په نتيجه کې ګڼې پوستې نيولي او ۳۱ تنو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ رسنيو ته ويلي دي چې دا نښتې تيره شپه د قادس او ابکمري ولسواليو په بيلابيلو امنيتي پوستو رامنځته شوې چې له امله یې ګڼ سرتيري مړه او ټپيان شوي دي او د امنيتي ځواکونو څو پوستې طالبانو نيولي دي.

بيګ ويلي دي چې د قادس ولسوالۍ به غرغچي او ابکمري ولسوالۍ په ګنداب سيمو کې د دولتي ځواکونو پوستې د طالبانو له بريدونو لاندې راغلي دي چې په پايله کې يې د قادس ولسوالۍ ۱۷ او ګنداب کې ۱۶ امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته د بادغيس د والي ویاند جمشيد شهابي ویلي دي چې د قادس ولسوالۍ په نښته کې څلور سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

طالبانو ويلي دي چې په دې نښتو کې يې په ابکمري او قادس ولسواليو کې اته امنيتي پوستې، ګڼې سپکې او درنې وسلې او يو هاموي ټانګ نیولی دی او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x