د مایک پنس وارخطا کوونکي څرګندونې

 نسیم شاهد

تېر ۲۰۱۸ز کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې، امریکايي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر خپور کړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو تر اعلان وروسته له افغانستانه هم د نیمايي امریکايي پوځیانو د راایستلو امر کړی دی.

سپینې ماڼۍ او په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قومندان، سکاټ میلر، دا رپورټونه اوازې بللې، خو د ولسمشر ټرمپ مرستیال، مایک پنس، له فاکس نیوز ټلوېزون سره په مرکه کې ویلي چې ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو په اړه غور کوي.

که څه هم عامو افغانانو په دې اوازو خوشحالي ښکاره کړه، خو په ستونزو کې د ډوب کابل حکومت د وارخطایۍ کچه یې نوره هم لوړه کړه.

دا راپورونه داسې مهال خپاره شول چې کابل حکومت له ګڼو ستونزو سره مخ دی، او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د امریکا په مخامخ خبرو کې د خپل ځان د شاملولو له هڅو سره سره څنډې ته پاتې شوی دی.

یوه له هغو ستونزو چې کابل حکومت ورسره مخ دی د طالبانو پوځي او سیاسي پرمختګ دی. طالبان دا مهال تر بل هر وخت د افغانستان زیاتې سیمې تر واک او نفوذ لاندې لري. د امریکايي حکومت د رپورټونو له مخې، طالبان د هېواد پر ۶۵٪ خاوره واک او نفوذ لري او حکومت ته یوازې ۵۵٪ خاوره ورپاتې ده. په سیاسي ډګر کې هم، طالبان له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ډيپلوماټيکو اړیکو په جوړولو سره د خپل مقاومت مشروعیت زیاتوي او له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو د ضرورت او د خپل مقاومت په اړه د سیمې هېوادونه قانع کوي. طالبان په دې هڅو کې بریالي شوي هم دي، او اوس مهال د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه له هېواده د بهرنیو عسکرو د مسؤلانه وتلو غږ پورته کوي.

تر هرڅه مهم دا چې، امریکا تر ۱۷ کلن ځنډ او انکار وروسته بالآخره د تېر کال په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې څو له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو ته لار هواره کړي. دا خبرې د افغانستان له جګړې د بېزاره امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر پیل شوې.

د طالبانو-امریکا مخامخ خبرې حکومت ته یو د خطر زنګ و، خو په دې خبرو کې د کابل حکومت نه شتون او له حکومتي پلاوي سره له لیدلو د طالبانو انکار په سیاسي ډګر کې یوه بله رسوايي هم ورپه برخه کړه.

حکومت د ۲۰۱۸ز کال په ډسمبر میاشت کې، په ابوظبي کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو په غونډه کې د ګډون زیاته هڅه وکړه، خو په غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو (سعودي عربستان، پاکستان، متحده عرب امارات) له زیات ټینګار سره سره طالبان د حکومت له پلاوي سره کښېناستلو ته چمتو نه شول.

ټرمپ داسې مهال له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو، د هغه د مرستیال په خبره، غور کوي چې د ۲۰۱۸ز کال د ډسمبر په وروستیو کې یې له سوریې هم د خپلو عسکرو د راایستلو اعلان وکړ.

له خپل هېواده بهر د امریکا له جګړو ناخوښه ډونلډ ټرمپ له سوریې د ځواکونو راایستلو پرېکړه یوناڅاپه او له خپلو جنرالانو او سلاکارانو سره له همغږۍ پرته وکړه، چې په غبرګون کې یې د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټیس، استعفاء وکړه.

اوس په کابل او واشګټن کې د افغان او امریکايي لوړپوړو په زړونو کې دا وېره ده چې کېدای شي ټرمپ د سوریې په څېر له افغانستانه هم یوناڅاپه د ځواکونو راایستلو اعلان وکړي.

د ټرمپ د ناڅاپه دریځ نیونې له طبیعت سره سره، په راتلونکي ۲۰۲۰ز کال کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې هغه څه دي چې امریکايي جنرالان او کابل حکومت یې له وارخطایۍ سره مخ کړي دي.

د ۲۰۲۰ز کال په ټاکنو کې د بریا لپاره به هم ټرمپ او هم د هغه مخالف نوماندان د افغانستان د جګړې د ختمولو شعار د کمپاین په توګه وکاروي، ځکه دا مهال نږدې ۵۲٪ امریکايي وګړي په افغانستان کې د امریکا د جګړې له دوام سره مخالفت کوي، او په ټاکنو کې د بریالي کېدو لپاره نوماندان اړ دي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو شعار پورته کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون که څه هم د هېواد پر ارضي تمامیت او خپلواکۍ باندې مستقیم تېری دی، خو کابل حکومت د خپل واک ساتلو لپاره چمتو نه ده چې هغوی وتلو ته پرېږدي. د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه او د خپل مقاومت د روان ساتلو اساسي لامل همدا دی. طالبانو د امریکايي یرغل له پیل راهیسې ټینګار کړی چې دوی به د وروستي بهرني عسکر تر موجودیت پورې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به افغانانو ته د خوښۍ خو د افغانانو پر سر حاکمانو ته د غمونو زېری وي، ځکه د حکومت لړزېدونکې ستنې د بهرنیو ځواکونو نامشروع شتون راټينګې کړې او د هغوی له مرستې پرته، پخپله د ولسمشر اشرف غني په خبره، یوه اوونۍ هم ځان نه شي ساتلای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د