د ښادۍ ټرمپ یې کې!!

نور احمد نور

د امریکا اولس مشرټرمپ کوشش کوې چې نور له امریکا د باندي امریکایي پوځیان خپل هیواد ته ستانه کړي ځکه امریکایانو له دوهمې نړیوالي جګړي وروسته ټول هغه جنګونه چې د باندي یې کړي بایللي دي.

ډیری امریکایان په دې ګمان دي چې د دوی پوځ د دنیا تر ټولو غښتلی پوځ دی، مګر ځمکني حقائق بیا دا وایي چې امریکایي پوځ تقریبا هر هغه جنګ بایللی دی چې دوی په خپله پیل کړی وي. د شنونکو په آند له دوهم جهاني جنګ څخه وروسته د امریکایي پوځ ریکارډ دومره خراب دی چې که سروې وشي نو تر ټولو به په اخیري درجه کې وي.

بې شکه امریکا په سړه جګړه کې روس ته ماتې ورکړه،  مګر کله چې امریکا خپل پوځونه عملا د جنګ میدان ته لېږلي دي نو نتیجه یې دا راوځي چې یا خو جنګ بایلي او یا په خپلو مقاصدو حاصلولو کې له نا کامۍ سره مخ کیږي.

داسي ویل کیږي چې د امریکا د ناکامیو سلسله د کوریا له جنګه پیل شوه ځکه چې دا جنګ د غیر اعلانیه اوربند په پایله کې بند شونه د امن د معاهدې په اساس(یعنی په هر وخت کې یې د بیا پیلیدلو امکان شته).

د امریکا له لوري په پیل شوېو جنګونو کې د امریکا لپاره تر ټولو بد جنګ د ویتنام جنګ و چې پکې ۵۸ زره امریکایي پوځیان ووژل شول، له ډیر ځاني تاوان سره سره امریکا په دې جنګ کې د خپلو مقاصدو په حاصلولو کې پاتي راغله.په اتیایمه لسېزه کې په لبنان کې د کورنۍ جګړې په وخت کې امریکا لبنان ته په لږ اندازه پوځي ځواک ولیږه  خو هلته هم له تاوانه پرته څه لاس ته ورنغلل او په مټ کې یې پښې سپکې کړې.

همدا ډول د عراق په خلاف جنګ کې هم امریکا له شرمندګې ماسوا بل څه نه دي تر لاسه کړي۔ په ۲۰۱۱ کې یې په لیبیا کې پوځي مداخله وکړه مګر هلته هم یوه بله ناکامي ور په برخه شوه.په سوریه کې د داعش په خلاف جنګ کې ښکیله شوه چې بیا هم بې نتیجې بیرته ستنیږي او د ناکامۍ داغ په ټنډه ایږدي.

په  ۲۰۰۱  کې د امریکا له لوري په ډیر غرور سره  د افغانستان جنګ پیل شو مګر په نتیجه کې امریکا له دوهم ویتنام سره مخ شوه د دې جنګ کابو ۱۷ کاله کیږي مګر تر اوسه امریکا ته هیڅ په لاس نه دي ورغلي بلکې په مکمله توګه له ماتي سره مخ ده او هسي د وتلو لپاره پلمې جوړوي.

په مختلفو جنګونو کې د امریکا د ناکامیو یوه وجه دا ده چې هغوی استراتیژیک سوچ نلري او نه د مختلفو تنازعاتو او اختلافاتو په باره کې پوهه لري هغوی ته صرف دا معلومه ده چې زموږ له پوځ سره له نوي جنګي ټیکنالوجې سره سره بې حده روپۍ هم شته لهذا حمله وکړئ او تباهي خپره کړئ نتیجه به وروسته ګورو.

خو تر ټولو لوی سبب یې دا دی چې امریکایان د ځان لپاره داسي ولسمشر غوره کوي چې غالبا د جنګونو صلاحیت نلري او د ولسمشرۍ د منصب لپاره اهل نه وي او نه ورسره په دې باره کې څه تجربه وي. د امریکا پخواني صدر جان کینډي هم په خپله دوره کې ویلي و چې په امریکا داسي هیڅ تعلیمي اداره نشته چیرته چې د صدرات اړوند تعلیم وي .

ژوندی مثال یې د امریکا اوسنی اولس مشر ټرمپ دی چې له سوداګرۍ د صدرات چوکۍ ته پورته شو او د امریکا اداره یې بې ارزښته او ټکنۍ کړه.تر دې چې اوس ټوله دنيا ورته حیرانه ده عجيب کارونه کوي. په جنسې قضیو متهم شو اخلاقیات یې تر سوال لاندې دي او په ټاکنیز بهیر کې د روسیې د لاس وهنې له تورنو تر اوسه ځان نه شي خلاصولای.

په ټاکنیز کمپائن کې یې له افغانستانه د وتلو خبره کوله خو وروسته يې بیا د افغانستان په باره کې خپله ستراتیژې اعلان کړه چې جنګ ته يې لا زور ورکړ او چې کله له جنګه ستړی شو اوس بیا له طالبانو سره مذاکرات کوي.

په نړيواله سطحه يې هم ډول ډول کارونه وکړل، د پاريس له اقليمي تړون څخه يې امريکا وايستله، چين ته بې ځايه ګواښیږي، له شمالي کوريا سره خو يو ځل ان تر ټک او ماشې ورسيد خو بل وخت يې بيا د شمالي کوريا له مشر سره په سينګاپور کې ښه خوندور مجلس درلود.

خو تر ټولو عجيب يې نادره ټويټونه دي، تقرري هم په ټویټ کوي او که یې یو چا ته خوا شنه شي نو په یوه ټویټ یې له دندي  ګوښه کوي.

اکثره وختونه یې ټویټونه يو له بل سره ټکر وي او هر وخت د بحث موضوع وي، آن په امريکا کې يوې کمپنۍ د ده متضاد ټويټونو د تشناب پر چمپلانو هم ولیکل او ویل کیږي چې زښته ډیر خرڅیږي.

خو د ټرمپ ټویټونه هسي بابیزه هم نه دي د ډیرو هیلې ورپسي تړلې دي او په یوه ټویټ یې ټولي خوارۍ په اوبو لاهو کیدای شي دی، همدا وجه ده چې د کابل له کاواکه  ادارې يې درک ورک کړی دی، وارپار يې خطا دی فيسبوکي کارنان يې ټول وخت د ټويټونو په توجيه ګانوتير کړي، خو کله نا کله هيڅ توجيه نه ورته کيږي او دوی هم ټول په دې ويره کې دي چې هسي نه يو وخت يې يو داسي ټويټ وکړي چې موږ  يواځي پريږدي او خپلو پوځيانو ته د وتلو امر وکړي او په خپل منځ کې همدا سره  وايې چې “د ښادۍ ټرمپ يې کې” د ټويټونو ناري يې ډيري دي داسي نه چې په رښتيا هم همداسي يو ټويټ تري وليکل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د