افغانستانخبرونه

یونس قانوني: یوازینی کس چې اشرف غني له ارګ څخه را ایستلای شي «حنیف اتمر» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): اریانا نیوز ټلویزون د جمیعت ګوند لوړپوړي چارواکي «یونس قانوني» ته منسوب یو غږیږ کلیپ ترلاسه کړئ چې، یونس قانوني پکې د شمالي ټلوالې له لوري د نظام د بدلون په موخه د جوړې شوې طرحې  او له دې طرحې سره د حنیف اتمر د هوکړې په اړه غږیدلی.

په یاد غږیږ کليپ کې یونس قانوني څرګندوي چې د عطاء محمد نور او  تورن اسماعیل خان  په  ګډون د شمالي ټلوالې لوړپوړي چارواکي دا ځل د افغانستان د نظام د تغیر په اړه سره سلا شوي او په دې اړه یې یوه طرحه جوړه کړې چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند حنیف اتمر تر ې کلک ملاتړ کړی.

نوموړی وايي « جمهوري ریاست موږ ته نه رسېږي او مرستیالي راته هیڅ ګټه نه لري، دا ځل زموږ لپاره د یو شخص تر ملاتړ ورهاخوا د نظام د جوړښت بدلون اړین دی».

یونس قانوني وړاندې  زیاتوي « زموږ غونډې د جمیعت  ګوند د انتخاباتي ستراتیژۍ په توګه په دې پریکړه کړې، چې نظام باید له بشپړ ریاستي څخه نیمه ریاستي ته او اجرائیه ریاست باید صدرات ته تبدیل کړل شي، د صدر صلاحیتونه  مشخص شي ، والیان نیمه انتخابي شي او د مشورې لپاره داسې یوه شوراء جوړه کړل شي چې ټول رهبران پکې ګډون ولري».

قانوني وړاندې زیاتوي، موږ پریکړه  وکړه چې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه هر یوه که د نظام د بدلون په اړه زموږ پورتنۍ طرحه راسره ومنله، د جمیعت ګوند به یې ملاتړ کوي ».

د قانوني په وینا، په مقابل کې یې دوه مخکښ نوماندان شته چې یو اشرف غني احمدزی او بل یې محمد حنیف اتمر دی، چې د هغوی له ډلې اشرف غني ددې طرحې منلو ته ورسره حاضر شوی نه دی خو «محمد حنیف اتمر» ورسره سل په سله کې د نظام د بدلون له دې طرحې سره موافقه کړې.

قانوني وايي « اشرف غني د نظام بدلون خپله سره کرښه بولي خو حنیف اتمر راسره سل په سله ددې طرحې موافقه کړې،  نو له دې امله موږ پریکړه کړې چې له حنیف اتمر څخه د موافقې تر لاسلیک کولو  او د ضمانتونو تر اخستلو وروسته د  نوموړي ملاتړ اعلان کړو ځکه یوازینی سړی چې اشرف غني له ارګ څخه را ایستلی شي حنیف اتمر دی».

یاده دې وي چې تر اوسه حنیف اتمر په دې اړه څه نه دي ویلي،خو تر دې وړاندې هم په رسنیو کې داسې  راپورونه خپاره شوي وو چې زیات امکان لري «یونس قانوني» په ولسمشریزو ټاکنو کې د حنیف اتمر لومړی مرستیال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دا ټول د قدرت وږی دي، بیا دا شمالی ټلواله. اوس دوی په ملت کی د شر او فساد صفت ځان ته خپل کړی. الله دی داسی یو حکومت راولی چی دا د جمیعت غړی خصوصآ شمالی ټلواله ټول په سزا ورسوي.
طالبان د حزب اسلامی سره ځانونه یو کړی په ولله چی حکومت به د دوی وی بی له جنګ و حداله.

هارون

که اتمر د شر او فساد د ادارې دا وړاندیزونه ومني، تر ده به بل لوی هېواد پلورونکی بل نه وي.

عبدالمالک همت

اللّهُمَّ شتِت شملَهم وشمل من شايعهم، وظاهرهم، وأعانهم، ورضي أفعالهم و فَرِّق جمعهم و قَلِّب تَدبیرهم وأنزل بهم بأسك الذي لا يُرد عن القوم المجرمين وانصر من نصر الإسلام والمسلمين وأحب فيك وأبغض فيك يا رب العالمين.

جميل سمون

تعجب به اين عقل خام و طمع بى فرجام! ناصح از شخصى چون اتمر توقع دارند خواسته هاى نامعقول شان را برآورده سازد و خواب پريشان شان را تعبير كند!! نخست بايد اتمر را سوار بر شانه هاى شان به ارگ برسانند، چون لنگ است و نمى تواند با پاى خود به ارگ برسد؛ سپس او فرمان تحقق بلادرنگ آرمانهاى اين آقايون را صادر كند!! گويا تنها او مى تواند اشرف غنى را از ارگ برون كند!! عجيب منطقى و حيرت آور طمعى!! مجاهد نماى مقاومت گر خودخوانده از يك پرچمى انتظار دارد رفيقش را به خاطر اين آقا از… نور لوستل »

جميل سمون

رسوايى ديگر شوراى نظار كه كمتر از رسوايى كرام الدين كرام رئيس فدراسيون فوتبال نيست، اما اين بار از سوى يونس قانونى كه در حمايت از اتمر دهن باز كرد، هم خود و جمعيت را رسوا كرد و هم اتمر را، ويدو را ببينيد و قضاوت كنيد، اتمر را ببينيد كه براى رسيدن به قدرت موهومى چه دروغها، فريبها، از كيسه خليفه بخشيدنها، شاه بخشيها قبل از شاه شدنها و چه خيانتهاست كه نمى كند و قانونى را ببينيد كه بازهم به خاطر رسيدن به قدرت به دامن پرچمى ها چنگ زده و مى خواهد تجربه معاهده خائنانه جبل السراج… نور لوستل »

غ.حضرت

اتمر خپله د شر او فساد ترجمان دی نو کله چي د شر او فساد لخوا ئې ملاتړ هم وسی نو څه به ترې جوړ سی؟

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x