خبرونهنړۍ

ټرمپ ، له خپلې وعدې واوښت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل):  امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي فوځيانو د راستنولو له وعدې په شا شوی.

نوموړي په خپل ټويټر لیکلي چې « موږ به د اوس لپاره په سوریه کې د داعش د ځپلو په موخه پاتې شو او په یوه مناسب وخت کې  به له هغه ځایه  راووزو، اوس له داعش سره جنګېدل یو ضروری کار دی ».

یاده دې وي چې  ټرمپ یوه ورځ وروسته تر هغې خپله پریکړه اخلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار «جان بولټن» په خپلو څرګندونو کې وویل چې، دوی به له سوریې څخه دومره ژر راونوزي او هغه وخت  به د خپلو فوځیانو را ایستل پیل کړي چې د داعش ماتې یقینې ورته وبرېښي.

څه موده وړاندې د ډسمبر په میاشت کې  ډونالډ ټرمپ ناڅاپه له سوریې څخه د امریکايي فوځيانو د را ایستلو اعلان وکړ، نوموړي په خپل ټویټر  ولیکل چې، نور یې په سوریه کې داعش ته ماته ورکړې نو ځکه هلته د امریکايي فوځيانو د پاتې کېدلو اړتیا نه لیدل کېږي.

د ټرمپ له دې پریکړې  سره ګڼو لوړ پوړو چارواکو مخالفت وښود چې د هغوی له ډلې څخه د دفاع وزیر «جیمس متیس» په ګډون یو شمېر لوړ پوړو چارواکو استعفاء ورکړه.

د امریکا د کانګریس غړو هم د ټرمپ پریکړه غیر معقوله وبلله او اندېښنه یې وښوده چې له سوریې څخه به د امریکایي فوځیانو تر را ایستلو وروسته داعش یو ځل بیا قوي شي.

داسې ښکاري چې د کانګریس او پنټاګون ګډو فشارونو ټرمپ اړ ایستلی څو د سوریې څخه د خپلو فوځيانو د ایستلو پریکړه بیرته واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

نو اوس خو کافران په ډاګه ټولو ته معلوم شول چی هیڅ کله به ریښتیا نه وایی او همیشه به یی خبری په درواغو ولاړی وي. دا طالبانو ته درس دي چی له خپلو خلکو سره یوه لار جوړه کړی او د غنی حکومت ته په ترمپ ترجیع ورکړی. نور بس ده. دا ځکه چی طالبان به هم پس لدی ورځ تر بلی مخ په ضعف او خرابی روان وي. باید د سالم او معقول عقل نه کار واخستل شی. قرآن هم مونږ ته وایی: چی که دښمن دی سولی ته تمایل پیدا کړ، نو ته هم ورسره سوله وکړه… نور لوستل »

ياسر

لونگ صاحب سلامونه مو ومني،
تاسو ليكلي،
دا ځکه چه د نر ځامن به پس لدي مخ په ضعف او خرابي روان وي،
دا جمله مو د او سنيو حقيقتونو سره په ټکر كي ده.
په درنښت

پتنګ

هلکه غلط خوب د لیدلی دی ،مذدور صاحبه وي او صاحب مذدوروي نو نالت د وي په داسې عدالت !!! دا ارمان به خپل ګور ته یوسې !!!

ياسر

پتنګ

وايي چه نه كار هلته څه كار!

جميل

ځنی وايی ټرمپ ليونی دی ، سهار راکښينی هر څه چی يی وليکل ويی ليکل ، هر څوک چی يی وګماری او هر څوک چی يی پسی واخيستی . زما په اند داسی نده ، دا يوازی د ټرمپ په واسطه د امريکا رئيس مشهوره کول او نور په ډارول دی چی پام کوی مونږ داسی زړه ور رئيس لرو چی هر څه چی يی وکړه ويی کړه . د ټرمپ دا اعلان چی خپل عسکر له سوريی څخه نه باسی څو دليله دلودلای شی . يو دليل به يی دا وی چی ميدان روس او ايران ته پری نږدی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x