په ديني تعليمي نصاب کې د معاصرې باطل پېژندنې د مضمون ضرورت (درېيمه برخه)

د مولوي عبدالهادي مجاهد ليکنه

په تېر پسې

موږ د تعليمي نصاب له لارې د معاصرې باطل پېژندنې په اړه څه کړي دي؟

تېر يونيم سل کلونه د اسلامي امت په ژوند کې په سياسي، اجتماعي، ديني او فکري لحاظ تر ټولو ځوروونکي او لړزوونکي کلونه وو، ځکه چې په همدې کلونو کې د اسلامي نړۍ بېلابېلې سيمې د کفري استعماري هېوادونو لکه برتانيې، ايټاليې، فرانسې، هسپانيې او روسيې تر تسلط او تأثير لاندې راغلې، او اشغالګرو په همدې موده کې د خپلو استعماري حکومتونو، تحميلي قوانينو، په دقت سره سنجول شويو او رامنځته شويو تعليمي نصابونو، را صادرو شويو غربي او الحادي ادبياتو، سياسي افکارو او نظرياتو، او همدارنګه د کليسا د تنصيري فعاليتو له لارې د مسلمانو ټولنو د نويو نسلونو په ذهنونو کې د الحاد، اسلام دښمنۍ، اباحيت، غرب پالنې او عيش پرستۍ او دون همتۍ تخمونه وکرل چې ډېر بد حاصل يې رامنځته شو.

په پورتنۍ موده کې که له يوې خوا مسلمانان له خپل سياسي خپلواکۍ، آزادۍ، د شريعت له حاکميت او د عزتمن ژوند له نعمته محروم شول، له بلې پر اسلامي نړۍ د سيکولرزم، ډيموکراسۍ، وېسټرنايزېشن (غربي کولو)،کمونيزم، داروينزم، رېشنلزم (عقل پرستۍ) نشنلزم، تنصير (نصراني ګرځولو)، وضعي قوانينو، موډرنيزم، د ښځو د غربي ډوله آزادۍ او سلګونو نورو نظرياتو او عقائدو څپې راوالوتلې چې دې ټولو په شريکه او په خپل ټول قوت سره هڅې وکړې چې د مسلمانانو په زړونو کې د ايمان ستنې ولړزوي، پر اسلام يې بې باوره کړي، د شريعت له منلو يې منصرف کړي، او يا داسې څوک ورڅخه جوړ کړي چې تش په نامه مسلمانان وي، خو نور یې د ژوند ټولې چارې د پرديو د معيارونو مطابق روانې وي.

که څه هم چې د پورته ياد شوي وضعيت تر ټولو بد تأثيرات په ماوراءالنهر ، قوقاز، د شرقي اروپا(بالکان) په مسلمانو ولسونو او عربي نړۍ کې ښکاره شول خو افغانستان هم د همدې معاصر جاهليت له ويجاړوونکو څپو خوندي پاتې نشو، او دلته هم يو په بل پسې داسې حکومتونه او نظامونه رامنځته شول چې د کمونيزم او سيکولرزم د خپراوي لپاره يې پراخه زمينه برابره کړه چې وروسته يې د ټولنې پر ژوند خطرناک او ويجاړوونکي نتائج مرتب شول.

د غرب او شوروي له لوري د را الوتو کفر خپروونکو فکري څپو په مقابل کې پکار وو چې په ديني تعليمي نصابونو کې هم داسې مضامينو ته ځای ورکړ شوی وای چې په خپلو لوستونکو کې يې د عصر په ژبه او منهج د معاصرو کفري فلسفو، نظریاتو او عقائدو د ځواب توانايي پيدا کړې وای، او علماء مو پدې توانېدلي وای چې د خپلو پرګنو ځوانو نسلونو ته يې د اسلام پر تفوّق او د نا اسلامي نظرياتو پر بطلان ژور او پراخ قناعت ورکړی وای، خو د تأسف ځای دا وو چې په همدې موده کې په ديني مدارسو کې د خالصو شرعي او فکري علومو پر ځای په ډېر زاړه طرز لغوي، ادبي او مجردو عقلي علومو ته ډېره توجه کېده چې په نتيجه کې يې علماء له همدغو علومو سره چې عام ولس تر ډېره ورته ضرورت نه درلود مصروف پاتې شول، او د ولس د ځوانانو او لوستو خلکو ذهنونه غربي او کمونيستي افکارو اشغال کړل او بېرته يې د ديني طبقې په مقابل کې ودرول.

د معاصرې باطل پېژندنې په اړه له ديني علماوو څخه د تقصير خبره مطلقه او پدې معنی نده چې پدې مجال کې هېڅ ندي شوي، بلکې په انفرادي او شخصي ډول زموږ په ولس کې ډېرو علماوو د کفري نظرياتو د مخنيوي لپاره ښه ډېر فعاليتونه کړي دي، او هم يې په عملي ډول د کفر د مقابلې لپاره ټولنې، تنظيمونه او قوي جبهات رامنځته کړي دي، خو هغه څه چې تر اوسه ندي شوي هغه په تعليمي نصاب کې د معاصر کفر د ډولونو د معرفۍ، مناقشې او د هغه د فکري او اخلاقي تأثير مقابلې ته پدې مقصد ځای ورکول او د دې کار لپاره د استاذانو روزل دي چې په ولس کې مو په عمومي سطحه د کفر او کفارو په اړه پوهاوی رامنځته شي.

زموږ ولس او علماوو په نيږدې ماضي کې د کمونستانو عملي مقابله وکړه، خو علماوو او ديني مدارسو مو هېڅکله د اسلام له ديدګاه د کمونيزم په هکله نه کوم تدريسې کتاب ولیکه او نه يې په نصاب کې شامل کړ چې کمونیزم څه شی دی؟ د بطلان شرعي او علمي دلائل يې کوم دي؟ او د هغه په مقابل کې زموږ شرعي موقف بايد څه وي؟

آيا دا به ډېر د تعجب ځای نه دي چې د کمونيزم عقيدې او پيروانو دې موږ ته تر ټولو ډېر ديني، اجتماعي، اقتصادي او عسکري ضرورونه رارسولي وي، وطن دې يې را وران کړی وي، خلک دې يې بې دينه کړي وي، خو موږ تر اوسه په رسمي ډول د کمونيزم په هکله نه کوم کتاب او نه هم کوم مضمون په خپل ديني نصاب کې داخل کړ چې خپلو نسلونو ته دا و ښیوو چې دغه کمونيزم دی، دغه يې د کفر دلائل دي، دا يې ظلم او وحشت دی، او دا يې شرعي حکم دی.

زموږ ولس ته د ديني تعليمي نصاب له لارې د کمونيزم د نه معرفي کولو نتیجه دا شوه چې يوې لويې برخې خلکو ته د خپل دومره لوی دښمن په مقابل کې د دښمنۍ او کرکې حس پیدا نه شو. او کله چې دکمونستانو نظام وران شو په یوه ورځ د دې ولس مسلمانان له کمونستانو سره داسې یو ځای شول لکه اصلا چې د دوئ او کمونستانو تر منځ کومه عقيدوي دښمني نه وي. دا هر څه په داسې حال کې وشول چې یوه کمونست هم له خپل کفره په علني ډول توبه ونه وېسته. ما تر اوسه نه لیدلی او نه مې له بل چا اوریدلي چې په ښکاره دې کوم کمونست اعلان کړی وي چې زه مخکې د کمونيزم د منلو له امله کافر وم، خو اوس مې توبه و وېسته او بېرته مسلمان شوم.

کمونستان نه مسلمانان ول او نه مسلمانان شول، خو کله چې د دوئ نظام ړنګ شو نو په هماغه ورځ د دوئ خپلوان او عزيزان بېرته ورسره غاړه غړۍ شول او د عقيدې پر بنسټ يې له هغوئ سره د کوم عقیدوي بېلتون او دښمنۍ احساس ونه کړ. د دې کار نتیجه دا شوه زموږ پخوانيو جهادي تنظيمونو نه اسلام نافذ کړ، او نه يې نظام اقامه کړای شو، او دا پداسې حال کې چې همدې ولس د اسلامی نظام د اقامې لپاره اوږه کړاوونه ګاللي وو او تقريبا دوه لسيزې يې مبارزه کړې وه.

تر کمونستانو وروسته د غربي ېموکراسۍ د کفر فکر، فرهنګ او لښکرو زموږ پر خاورې، عقيدې او ولس يرغل وکړ او د لبرالیزم، سيکولرزم، نصرانیت او د وضعي قوانیو کفر يې د بېلابېلو اصطلاحاتو او شعارونو تر نامه لاندې په پوښلي شکل زموږ ولس ته را صادر کړ.

د غربي ډېموکراسۍ پيروانو په ډېر ژور او سيستماتيک شکل زموږ د دین، مذهب، ملا، طالب، محراب، منبر او ديني، اخلاقي او اجتماعي ارزښتونو په خلاف دښمني پيل کړې ده چې ملا راوژني، مدرسه او مسجد رابمباروي، مجاهدين مو شهيدانوي او بنديانوي، جهادي فکر او ارزښتونه مو بدناموي، د ملا او طالب وژل او د دیموکراسۍ تحقق د خپل اساسي قانون وظیفه ګڼي، د بشر د حقوقو د نړیوال میثاق په څېر کفري ميثاق چې د کفارو د ارزښتونود خوندي کولو او د هغوئ د مصالحو د تحقق په مقصد جوړ شوی، او همدارنګه هغه ته ورته نور په سلګونو قوانين او تړونونه مو پر ولس تحميلوي، شتمنۍ مو غلا کوي، او پر کليو او کورونو مو بمونه او اورونه را اوروي، نظام، اخلاق، معیارونه او اجتماعي اصول مو را بدلوي، ځوانانو ته ټوپک په لاس ورکوي چې د خپل امام، طالب او مجاهد په خلاف وجنګېږي، تعليمي نصابونه مو رابدلوي او زموږ د ارزښتونو او فکر پرځای خپل فکر او ارزښتونه ورکې ځايوي، د ولس قومونه مو په بېلابېلو پلمو يو د بل په خلاف دښمنۍ ته لمسوي، نو آيا اوس هم پکار نده چې د دغه ډول مکار دښمن او د هغه د کفري افکارو او نظرياتو په اړه دې په خپل ديني تعليمي نصاب کې مضامين ولرو؟ او د هغه له لارې دې د علماوو داسې يو نسل وروزو چې د خپل عصر د فکري او عقائدي فتنو او ننګونو مقابله وکړای شي؟ آيا دغې تشې زموږ د ولس ډېر خلک د کفارو ملګري او غلامان نه کړل؟

آیا همدا اوس همدغه د کفارو فکري او عقيدوي ملګري پر موږ حاکم ندي؟ آيا همدا اوس همدوئ ته معروف منکر او منکر ورته معروف نه ښکاری؟ آيا همدوئ د دې ولس له دين او ايمان څخه په دفاع کوونکي مجاهد، ملا او طالب پسې غرونه، سمڅې کلي او ښارونه نه لټوي؟ او د باغي، مفسد او ورانکاري په نومونو يې په قساوت او ظلم نه وژني؟ او يا يې وحشي زندانونو ته نه وراچوي؟ دا ټول باېد زموږ د مدارسو د ديني نصاب جوړوونکي او تدريسوونکي دېته وهڅوي چې د معاصر کفر د هغو افکارو، نظرياتو، فلسفو او عقائدو په اړه په تعليمي نصاب کې مضامين او کتابونه شامل کړي دغه ډول انسان ډوله وحشي ځناور پرې روزل شوي دي.
کفر پېژندنه کوم نوی کار نه دی، بلکې د اسلام علماو په هر وخت کې د باطل پېژندنې په هکله کار کړی، هم يې د صريحو کفارو او هم يې د هغو فکري ډلو په اړه چې د اسلام د اصیل تصور په خلاف په نورو افکارو را پورته شوې وې کتابونه لیکلي، نو موږ هم بايد دې خپلې زمانې د کفر چې په مختلفو انواعو او اشکالو، نومونو او شعارونو زموږ ټولنه کې تأثيرګذاري کوي، فرهنګ، معتقدات، اخلاق او اولویتونه مو رابدلوي، او نوي نسلونه مو له اسلامه بغاوت ته وربولي په خپل ديني نصاب کې معرفي کړو تر څو زمو د علماوو نوي نسلونه هم د هغو په خلاف مبارزه وکړي او خلک د هغو له شر څخه و وېروي.

د معاصر کفر ځينې ډولونه چې بايد زموږ ديني نصابونه یې په اړه معلومات تدريس کړي:

د کفر او شرک ځينې اشکال ډېر ساده او انفرادي دي چې ضرر يې يوازې افرادو ته رسېږي او اسلامي امت ورڅخه په ټوليز ډول ضرر نه ويني. خو د معاصر کفر او د اسلام په خلاف د هغه د سازشونو او پلانونو خطر دومره زيات او د تأثير ساحه يې دومره پراخه ده چې په تېرو دوو پېړيو او موجوده زمانه کې يې ضرر ټولې اسلامي نړۍ او ټول اسلامي امت ته رسېدلی، او خطرناک نتائج يې د ټول امت پر ديني، سياسي، اجتماعي، اقتصادي، فرهنګي او عسکري ژوند مرتب شوي دي.

د معاصر کفر تر ټولو مهم او خطرناک ډولونه چې د ديني مدارسو په تعليمي نصابونو کې بايد زموږ پام ورواوړي د معاصر الحاد ډولونه لکه کمونیزم، هيومانيزم، وجوديت، رېشنلزم ( عقل پرستي)، او همدارنګه د غربي کفر ډولونه لکه دیموکراسي، ليبراليزم، ماسونيت، صهيونيزم او په هغه پورې تړلي کلبونه لکه (روټاري) او (لاينز)، همدارنګه تنصیر، استعمار، استشراق، ګلوبلايزېشن، د اديانو تقارب، نړیوال کفري سياسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي تړونونه، د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه، د ملل متحد چارټر، وضعي قوانین، نشنلېزم، بهائيت، قاديانيت، له احاديثو انکار او د معاصر کفر په لسګونو ډوله نور انواع او اشکال دي.

که زموږ نصابونه د معاصر کفر د پورته يادو شويو ډولونو په اړه چې همدا اوس په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې ښه ډېر منونکي او فعالان لري واضح تصور او شرعي حکم وړاندې نه کړي نو د نوي جاهليت پدې عصر کې به نور ډېر خلک هم د هغو په دامونو کې ښکېل شي، او بېرته به د اسلام په خلاف دښمني پيل کړي، لکه همدا اوس چې همدغه وضعيت جريان لري.

د مدارسو په تعليمي نصاب او د يني تفکر کې د (زيد او عمرو) لانجې، مذهبي اختلافاتو او د يونان منطق او فلسفې ته ډېر ځای ورکړ شوی، او که له اسلام څخه د دفاع او د معاصر کفر په خلاف د مقابلې مضامينو ته؟
په تېرې شلمې او روانې يويشتمې پېړۍ کې اسلامي نړۍ او په خاص ډول افغانستان د نړۍ د لويو کفري ځواکونو له لوري له لوري تر بېلابېلو عسکري، سياسي او فکري او فرهنګي یرغلونو لاندې راغی او تقريبا د ژوند په ټولو مجالاتو کې مسلمانان له کفارو څخه متأثره شول او په ډېرو امورو کې په هغوئ پسې روان شول.

له پورتني وضعيت څخه د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانانو د راوېستلو لپاره تر هرڅه مخکې دا ضروري وو او دي چې مسلمانان دې په فکري عقيدوي او اخلاقي لحاظ د خپل دين په احکامو او پر نورو دينونو او نظرياتو د اسلام پر غوره والي او تفوق باورمن کړای شي، او په روحي لحاظ دې د دې زمانې په مړژواندو مسلمانانو کې د يرغلګرو ځواکونو او فکرونو په خلاف د مقاومت روحيه ايجاد کړای شي، ترڅو مسلمانان د پرديو له تقليد او د روحي شکست له وضعيت څخه خلاص او پر خپل معنوي ځواک او ارزښتونو باورمن شي.

د پورتني هدف د تحقق لپاره اساسي قدم دا دی چې د ديني مدارسو په نصابونو کې چې ملت ته علماء ورباندې روزل کېږي هغه مفاهيم او مضامين ځای کړای شي چې په علماوو کې انقلابيت، د دعوت احساس، دښمن پېژندنه، د ولسونو د ديني او سياسي قيادت هنر او د اسلامي نظام د قائمولو وړتياوې پيدا کړي. خو د دې هرڅه په خلاف آزادۍ، انقلابيت او د عصري فتنو مقابلې ته زموږ د ضرورتمن ولس د ديني مدارسو په نصاب کې ډېر ترکيز يا په عقيم، غير مؤثر او له عربي ژبې څخه په مجرّد ډول د صرف نحوې پر زده کړې شوی چې له لويې او خوږې عربي ژبې څخه يوازې د (ضرب زيد عمرا) سولېدلې او بې خونده جمله ورکې زموږ پر ژبه ښه روانېږي، او يا هم د اوسنۍ زماني د فکري او ديني فتنو د مقابلې پر ځای د يونان هغو منطقو او فلسفې ته ډېر وخت او ځای ورکړ شوی چې په ډېرو مواردو کې نه زموږ له ديني معتقداتو سره موافق دي، نه هم له منل شويو ساينسي تحقيقاتو او مشاهداتو سره سرخوري، او نه هم زموږ د دې مظلوم، ځپل شوي، تر يرغل لاندې راغلي او د نوي جاهليت له فتنې سره د لاس او ګرېوان ولس له علمي اولوياتو څخه ګنل کېږي.

د يوې لويې برخې علماوو او د مدارسو د طالبانو د ديني تفکر او مناظراتو محوري نقطې مو هم د اسلامي مذاهبو ترمنځ هغه اختلافي مسائل دي چې په دين کې د هغو لپاره دلائل او مسوغات شته، او د اختلاف عوامل يې هم تر ډېره حده د دليل قوت او ضعف دی، نه حقانيت او بطلان.

زموږ ځينې علماء په ډېر حماس او افتخار دېته تيار دي چې د اسلامي مذاهبو او مشاربو ترمنځ د اختلافاتو د پاللو لپاره مناظرې وکړي، د مناظرو لپاره د شاګردانو د روزلو په مقصد دورې او ځانګړي کورسونه ايجاد کړي، د اهل السنة والجماعة د بېلابېلو ډلو د تبديع، تفسيق او حتی تکفير لپاره کشرانو او کم علمه خلکو ته د فتوی د صادرولو جرأت ورکړي، خو د دې وړتيا ورکې نشته چې د کفارو او د هغوئ د زهرجنو افکارو او خطرناکو پلانونو په اړه د مدارسو د طالبانو او يا هم نورو باسواده ځوانانو ذهن سازي وکړي، او يا د هغو مجاهدينو فکري او اخلاقي روزنه وکړي چې د کفارو د مقابلې لپاره راوتلي، او له اسلام څخه د دفاع لپاره يې خپلې سينې سپر کړې دي.

د دغه ډول اختلاف پالونکي تفکر درلودونکي پدې نه دردېږي چې د ولس په لکونو ځوانان يې کله د کمونېزم په صف کې درېږي او د اسلام پر ځای له الحاد څخه دفاع کوي، او يا هم په لکونو نور د ډېموکراسۍ په صف کې ودېږي، او د اسلامي شريعت پر ځای د سيکولريزم د کفري نظام او فکر خپراوی او تطبيق غواړي، خو دېته به ډېر هوسېږي چې له يو بل جهت سره پر دې خبره چې مړي اوري او که نه اوري، او يا هم پر کومه فقهي مسأله له شور، شغب او کينه پالنې ډکې مناظرې وکړي، او د خپلې رأيې د تقويې لپاره د عامو خلکو احساسات راوپاروي.

د مدارسو يوه برخه نور خلک که څه هم چې د اختلافاتو پالل ورته اولويت نه ښکاري خو له علم او کتاب سره
يې بيا تعامل داسې دی چې خپل علم ټولنې ته نشي راوېستلی، بلکې اکثره پدې مصروف وي چې له کتابونو مسائل ذهنونو ته راواخلي او بيا یې بېرته پر کوم کتاب د شرحې او يا حاشيې په شکل په عربي ژبه وليکي او کتاب هم بېرته الماريو ته وروسپارل شي.

پدې انقلابي زمانه کې خو پکار دا دي چې علم له کتابه راواخيستل شي او په فعال ډول ټولنې ته ورسول شي، خلک پری پوه کړای شي، په ټولنه کې د پردیو افکارو او نظریاتومقابله پرې وشي، او امت بېرته پرې د پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) او د دې امت د لویانو او صالحينو سمې او سپیڅلې لارې ته وروګرځولی شي، او یو ځل بیا د عزت او مجد پر لاره روان کړای شي.

که د ديني مدارسو په نصاب کې داسې مضامین داخل کړای شي چې نصاب پرې ژوندی او د دې زمانې فتنو او ننګوونو ته پرې ځواب ويونکي علما وروزل شي نو بيا به د فکر، فرهنګ، سياست او اجتماع په مجال کې هم قيادت د علماوو لاس ته ورځي لکه په جهاد کې چې ورغلی دی، خو که چېرې بيا هم د زده کړې په جريان کې زموږ د طالبانو ډېر وخت په زړه طريقه د صرف، نحوې او منطق تدريس ورڅخه ونيسي، او پاتې وخت يې د فېسبوک کتل ورڅخه مصروف کړي نو نتيجه به يې بياهم پدې شکل کې راوځې چې ملا به بيا په خپل ښار او کلي کې په مسجد کې خپلو خلکو ته د خپل رب خبره نشي کولی، ځکه چې ښار او کلی به بيا د داسې چا لخوا اشغال شوی وي چې د پرديو په فکر به روزل شوی وي، د پرديو لپاره به له طالب او ملا سره دښمني کوي، او د پرديو د حاکميت او قوانينو پر منلو به خپل ولس مجبوروي، خو پردي به له شرق او غرب څخه راځي او خپل افکار او عقائد به د تعليمي نصاب، مېډيا، انټرنټ او نورو وسائلو له لارې ټول ملت ته رسوي.

نو د دې لپاره چې په راتلونکي کې د دغه وضعيت درامنځته کېدلو مخه ونيول شي موجود تعليمي نصاب بايد د جمود له حالته راووېستل شي، او د متفرقو او ناهمغږو نصابونو پر ځای دې يو داسې واحد شرعي، متوازن او مؤثر نصاب رامنځته شي چې د شرعي خالصوالي، علمي رسوخ، هراړخيزوالي، انقلابيت، تدرّج، آسانوالي اوپه شرعي معنی د اعتدال د صفاتو د درلودلو ترڅنګ د موجودو او راروانو فکري او عقائدي فتنو او ننګونو د مقابلې له قوته هم برخمن وي، چې ولس مو د پرديو له پيروۍ خلاص او د اسلامي ويښتابه پر لاره يې روان کړي.

(نور بيا)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د