خپل خلګ یو

حافظ محمد قاسم زهیب

زموږ نسبت نورو ته مکړئ ستاسو خپل خلګ یو

څه د هلمند څه د روزګان څه د زابل خلګ یو

د دین په زدکړه پسي تللي مدرسو کې اوسو

ولي نامردو چا ویل چي موږ د بل خلګ یو

موږ د افغان ولس بچیان ولس له موږ نه جوړ دی

موږ طالبان د دې ولس د زړه د تل خلګ یو

د دین وطن ناموس دفاع پر مونږه فرض ده، وروڼو

مجاهدین یو طالبان یو د مورچل خلګ یو

مونږه تک سپین یو تاسو ولي موږ په تورو بولئ

تور را نه لرې خو موږ سپین یو د کابل خلګ یو

باب د ولاء او د براء مو له ملا ویلی

موږ عزرایل غوندي دښمن ته د اجل خلګ یو

زهیبه دین وطن اشغال دي اتحاد به کوو

د یو هدف د یو ارمان د یو مزل خلګ یو