“د قرآن مجيد علمي إعجاز ته يوه لنډه کتنه”

 عمر عماد

“سَنُرِيهِمْ آياتِنا فِي الْآفاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ”
دمسلمانانو سره دا يو منل شوی حقيقت دی چې قرآن كريم دالله تعالى هغه تل پاتې او ابدي معجزه ده چې د هر ځای او هرې زمانې خلګ به پكې هغه څه مومي كوم چې دوی ته ددې كتاب د حقانيت ګواهي وركوي.

د قرآم مجيد إعجاز دهغه په څو اړخونو كې نغښتی دی ، لكه دهغه ژبني او بياني إعجاز، د غيبو پيښو څخه د خبرونې اعجاز ، تشريعي اعجاز ، علمي إعجاز او داسي نور .چې دلته به د هغه په علمي اعجاز يو څه ناڅه رڼا واچوو :

د قرآن كريم د علمي إعجاز څخه مطلب دا دی چې په هغه كې يو شمير علمي حقائق د الله تعالى دقدرت د نښو نښانو د يادولو په ترڅ كې ياد شوي دي ، چې د قرآن كريم د نازليدو په وخت كې په هغې باندې پوهيدل بيخي ناشوني خبره وه ، او چا يې تصور هم نه شو كولای ، خصوصا په هغه ټولنه كې چې دمدنيت له وړانګو لېري او بې برخې وه ، او بيا د هغه چا له لوري چې په ليک او لوست نه پوهيده ، او نه يې په عمر كې د چا شاګردي كړې ده ، تر څو چې په دې ورستيو وختونو كې دساينس د بې ساري پر مختګ په بركت دهغه نه پرده پورته شوه ، او علمي او تجربوي څيړنو هم ومنل او دهغي پخلی يې وكړ ، چې دا د دې پرېكنده دليل دی چې دا قرآن د محمد عليه الصلاة والسلام وينا نه ، بلكې هغه ته دهغه ذات كلام دی چې دا ټول كائنات يې پيدا كړي دي ، او په هغه كې یې يو لړ داسې قوانين نغښتي چې د هماغو پر بنسټ دا نړۍ او پكې ټول كائنات ژوند كوي او اداره كيږي ، نو طبعي خبره ده چې د هغه په ټولو اسرارو به خبر وي : ” أَلا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ” .

د قرآن مجید د علمي إعجاز څارونكي پوهان وايي چې د هغه په آيتونو كي په سلګونه علمي معجزې پرتې دي ، خو موږ به دلته دهغه د ځينو مهمو بېلګو دسرټكو په لاندي توګه يادونه وكړو :

۱- د كائناتو د لومړي ځل لپاره ،او بې له پخواني مثاله د پيدايښت نظريه ( يعني داچې كائنات ازلي نه دي بلكې پيدا شوي دي ) او د سورة البقرة 117 آيت : ” بَدِيعُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ” او داسې نور آيتونه .

۲- دكائناتو لا پراخېدل او د سترې چاودنې ( Big Bang) نظريه ، او د سورة الذاريات 47 آيت :” وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ”

۳- د ستر انقباض او دنړۍ د پای نظريه ( يعني له كومه ځايه چې همدا نړۍ پيدا شوې بيرته هماغه ځای ته د هغې ورټوليدل )او د سورة الأنبياء 104 آيت :” يَوْمَ نَطْوِي السَّماءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَما بَدَأْنا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْداً عَلَيْنا إِنَّا كُنَّا فاعِلِينَ” .

۴- د تاوده لوګي نه په اسمانونو كې د ستورو جوړېدل او د سورة فصلت 11 آيت : ” ثُمَّ اسْتَوى إِلَى السَّماءِ وَهِيَ دُخانٌ”

۵- دځمكې او اسمانونو جلا كېدل ،او د سورة الأنبياء 30 آيت : ” انَّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا” .

۶- دا چې د هر ژوندي كائن په خلقت او جوړښت كې اوبه اساسي ونډه لري او بې له اوبو د هغوی ژوند نا شوني دی او د سورة الأنبياء د 30 آيت پای : ” وَجَعَلْنا مِنَ الْماءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلا يُؤْمِنُونَ” .

۷- د اسمانونو او ځمكې تر مينځ مخلوقات ، او د سورت طه 6 آيت :” لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا” .

۸- د ځمكې د هوايي پوښ په واسطه د ځمكې د ټولو هغو خطرونو څخه ساتل چې د ځمكې په لور راځي ، او د سورت الأنبياء 32 3آيت :” وَجَعَلْنَا السَّمَاء سَقْفًا مَّحْفُوظًا” .

۹- دلمر ، سپوږمۍ ، او ستورو خوځښت ، او د سورت ياسين 38 آيت : ” وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَها ذلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ” او د همدې سورت 40 آيت ” لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ”.

۱۰- دځمكې بېلابېل پوړونه ،او د سورة الطلاق 12 آيت :” اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ” .

۱۱- دا چې انسان هر څومره په هوا كې پورته كيږي هماغومره يې د اكسيجن دكمبود له مخې ساه تنګيږي ، او د سورت 125 آيت : ” فَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلامِ وَمَنْ يُرِدْ أَنْ يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقاً حَرَجاً كَأَنَّما يَصَّعَّدُ فِي السَّماءِ”

۱۲- دغرونو دندي ، او دسورة الأنبياء 31آيت ” وَجَعَلْنَا فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِهِمْ” ،او داسي نور آيتونه .

۱۳- دغرونو ډيره برخه دميخ او موږي په شان په ځمكه كې خښېدل ، او دسورت النبأ 7 آيت شريف : ” والجبال اوتادا” .

۱۴- د اوسپنې صفات ، او دهغې ګټې ، او دا چې د نورو عناصرو برخلاف د ځمكې پرمخ د نه جوړيدلو امكان نه لري أو بايد له بهر نه ځمكې ته راغلي وي ،او د سورة الحديد 26 آيت : ” أَنزَلْنَا ٱلْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ”

۱۵- په كائناتو كې د زوجيت قانون او دهغوی جوړه جوړه پيدا كېدل او د سورة الذاريات 46 آيت :” وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ” ،اوهمدا راز د سورة يس 36 آيت .

۱۶- دسمندرونو او همدا راز د سيندونو او سمندرونو تر مينځ داوبو ديوال او پرده ، اودسورو الرحمن 18-19 آيتونه :” مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيانِ *بَيْنَهُما بَرْزَخٌ لا يَبْغِيانِ” او همدا راز دسورة الفرقان 53 آيت :” وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُراتٌ وَهذا مِلْحٌ أُجاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُما بَرْزَخاً وَحِجْراً مَحْجُوراً” .

۱۷- د سمندرونو په تل كې تيارې ،او د سورت النور 40 آيت : ” أَوْ كَظُلُماتٍ فِي بَحْرٍ لُجِّيٍّ يَغْشاهُ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ سَحابٌ ظُلُماتٌ بَعْضُها فَوْقَ بَعْضٍ إِذا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَراها” .

۱۸- دمور په رحم كې د جنين ( ماشوم) دژوند مختلف پړاونه ، او د سورة الحج 5 آيت : ” يا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْناكُمْ مِنْ تُرابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحامِ مَا نَشاءُ إِلى أَجَلٍ مُسَمًّى” .او داسي نور آيتونه .

۱۹- ديو إنسان د بل انسان سره دګوتو د سرونو توپير / او دهغې له مخې د هر انسان پيژندنه ، او د سورت القيامة4 آيت : “َبلى قادِرِينَ عَلى أَنْ نُسَوِّيَ بَنانَهُ” .

۲۰- په پوستكي سره دإنسان د درد او سوځيدو إحساس كول ، او د سورة النساء 56 آيت :” إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآياتِنا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّما نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْناهُمْ جُلُوداً غَيْرَها لِيَذُوقُوا الْعَذابَ إِنَّ اللَّهَ كانَ عَزِيزاً حَكِيماً”

۲۱- دا پورتني ياد شوي آيتونه د هغو ډيرو آيتونو له شميرې څخه دي چې لا تر أوسه پوري ساينس اومادي علم دهغو پخلی كړی دی ، او موږ په دې پوخ يقين او باور لرو چې هرڅومره چې علمي انكشافات او پرمختګ زياتيږي هماغومره به په قرآني آيتونو كې نغښتي حقائق ورسره نور هم رابرسيره كيږي ، او په دې توګه به دالله تعالى دغه وعده رښتيا كيږي چې فرمايي : ” سَنُرِيهِمْ آياتِنا فِي الْآفاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ”.

۲۲- يعني ژر ده چې دوي ته به دخپل قدرت نښې نښانې په اطراف ( مخلوقاتو) اود دوی په ځانونو كې، تر څو دوی ته معلوم شي چې بېشكه دغه قرآن حق دی .

په پای کې د دوو ټکو یادول خورا اړین دي:

لومړی دا چې : ځینې خلګ داسې انګېري چې ګویا هغه حقایق چې د قرآن اعجاز ته معاصر پام لرونکي علماء یې د قرآن علمي اعجاز بولي هغه یوازې په قرآن مجید کې نه دي یاد شوي ، بلکې د قرآن مجید څخه مخکې هم پیژندل شوي دي ، نو ځکه باید د قرآن مجید اعجاز ؤنه بلل شي .

ددې شبهې په ځواب کی وایو چې:

اول خو موږ ته داسې څه معلوم نه دي چې هغه حقایق چې په قرآن کې راغلي هغه دې کټ مټ په پخوانیو مدنیتونو کې هم پېژندل شوي وي. کېدای شي اصل موضوع هلته هم یاده شوې وې، لکه په رحم کې د جنین د ودې پړاونه ، او یا د اوبو څخه د ژویو پیدا کېدل . خو هغه څه چې پخوا یاد شوي هغه دقیق نه دي.

مثلا : د جنین په هکله د یوناني فیلسوفانو معلومات ناسم دي ، همدارنګه د ژویو له اوبو څخه چې د یوناني فیلسوفانو – په اصطلاح – پلار ویلي دي چې هر څه له اوبو پیدا شوي دي ، که جمادات دي او که حیوانات ، چې دا خبره بې شکه غلطه ده .

او که جدلا دا ومنو چې هغه رښتیتا هم د قرآن په شان هغه وخت هم یاد شوي دي ، خو هغه وخت په یونان او نورو ځایونو کې غښتلي او پرتمن مدنیتونه وو ، هلته درسونه ویل کیدل او زدکړې کیدلې … ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې قرآن مجید یې خلکو ته اورولی دی نه خپله په لیک او لوست پوهیده ، او کله یی هم د چا شاګردي نه ده کړې، او د عمر تر څلویښتو کلونو پورې نه د حکیم او نه هم د مشر او لارښود په صفت پیزندل شوی و ، بلکې پرته له ( الصادق الأمین ) یې بل هیڅ شهرت نه درلوه، او نه په هغه چاپریال کې د علم او زدکړې په نوم کوم څېز شتون درلود ، بلکې هره خوا د ناپوهۍ توره پرده غوړیدلې وه ، نو رسول الله – صلوات ربی وسلامه علیه – دا معلومات له کومه کړل ؟ آیا پرته له دې چې وحی ورته شوې وي د کوم بل مصدر یې تصور کیدلای شي؟ عقل او انصاف خو وایي چې : نه ، کله هم نه .

دوهم ټکی دا : چې ځینې خلک نیوکه کوي چې ځینې هغه شیان چې د قرآن مجید د علمي اعجاز بیلګې بلل کیږي هغه لا تر اوسه نظریات دي او علمي حقایق ورته نه ویل کیږي، او کیدای شي څه موده وروسته د هغه پر ځای نور نظریات مطرح او دغه ناسم وبلل شي .

ددې نیوکې په ځواب کې هم وایو چې:

اول خو دغه شیان اکثره یې د نظریاتو له کچې پورته او علمي منل شویو حقایقو ته نیژدې دي، او موږ هم په قرآن په علمي اعجاز کې د افراط او زیاتي، او د قرآني آیتونو د هغه ناسم او د تکلف نه ډک تآویل او تفسیر سره مخالف یو چې د ساینسي نظریاتو سره د اړخ لګولو په موخه کیږي .

او که دا هم جدلا ومنو چې یو وخت به دغه ساینسي نظریات – چې اوس د قرآن علمي اعجاز بلل کیږي – سل سلنه غلط ثابت شي ، نو هغه وخت به د قرآن تفسیر ته بیا له سره کتنه کوو ، او دابه منو چې موږ د قرآني آیت په پوهیدلو کې سهوه کړې وه ، بنا پر هغې شرعي قاعدې چې علماوو پيړۍ پيړۍ مخکې یاده کړې ده چې وایي : د صحیح منقول او صریح معقول تر مینځ ټکر نه راځي ، ځکه چې یو ( متلو )د الله تعالی متلو وحیه ده او بل ( معقول ) د الله تعالی هغه قانون راسپړي چې په کائناتو کې یې نغښتي دي، نو ځکه یې ټکر ناشونی دی ، او که ظاهري ټکر ولیدل شي نو نیمګړتیا به یې د منقول په پوهېدلو کې وي او یا د معقول په تېروتنه کې .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدزی
میلمه
احمدزی

ساينسي علومو ته اشاره د قرانکريم اعجاز نه بلل کېږي علامه محمود شاکر رحمه الله د قرانکريم د ساينسي اعجاز په اړه وايي: يو دا چې قرانکريم په ځينو ايتونو کې تاريخي، ساينسي او کوني دلايلو او حقايقو ته اشاره کړي وي، دغه نښې د قرانکريم د صدق او رښتينولۍ لپاره کارولی شو او هم يې په تفسير کې يادونه کولای شو، خو هغه څه چې د قرانکريم اعجاز بلل کيږي، دغو ساينسي علومو ته د قرانکريم اعجاز نه شو ويلی. د علامه په خبره، د قرانکريم اعجاز يوازې هغه څه دي، چې قرانکريم پرې د وخت مشرکينو او کفارو… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اسمِ صفت= اعجاز اسمِ فعل= معجزه معجزه د یو خاص چا یو خاص فعل یا قول ته ویل کیږی چه نور کسان ئې د کولو څخه عاجز وی یعنی ناتوان وی. که څه د سبحانه و تعالی د خلقت هره برخه ( حتی یوه وړوکې برخه) یو څرګند اعجاز دی خصوصاً د انسان خلقت تماماً یوه معجزه ده امّا د کلام او عینی شهود معجزه ئې همدا قرآن دی البته انبیاء علیهم السلام ته هم د اعجاز د فعل اختیار ورکړه شویدی. شاید د علامه محمود شاکر نظر هم صحیح وی خو خبره داده چي د مکې خلګو ته هغه… نور لوستل »