د ارګ پخوانی سلاکار: اشرف غني د سولې پر وړاندې «ستر خنډ» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): په ارګ کې د محمد اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت وايي، د سولې پر وړاندې پخپله محمد اشرف غني «ستر خنډ» دی.

هغه له دندې نه د لرې کېدو په تړاو پرخپله فیسبوک پاڼه وضاحت خپور کړی، چې پکې يې د محمد اشرف غني هڅې د هېواد په «بې خیرۍ» بللې دي.

هغه پخپله لیکنه کې لیکي: «د ولسمشر کړنې راته د وطن په خیر نه معلومېږي، د سولې پر وړاندې را ته یو ستر مانع ښکاري.»

سعادت چې په ارګ کې د ننه يې د حکومت او بهرنیانو له لوري ملکي تلفات پر کلکه غندل، په وینا يې وروسته له هغه له دندې لرې کړل شو، چې د امرالله صالح په اړه يې خاطره ولیکله.

Abdul-satar

د اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار؛ عبدالستار سعادت

نوموړي د «عزیز اباد وطن» په نوم یوه خاطره کې د کورنیو چارو وزارت نوي سرپرست وزیر امرالله صالح د پخوانۍ دندې «ملي امنیت ریاست» په اوږدو کې د ملکي وګړو پر نښه کولو تورن کړی و.

هغه لیکلي و، د ملي امنیت د دې پخواني رییس او اوسني سرپرست وزیر د قصدي غلطو معلوماتو پر اساس ټينګار کېده، چې د هرات په شینډنډ کې لسګونه ملکي وګړي تر بمبار لاندې ونیسي.

هغه وايي د حامد کرزي مخالفت عملیات وځنډول خو کال وروسته پر هغه سیمه بمبار وشو او لسګونه ملکي وګړي يې تر خاورو لاندې کړل.

سعادت لیکلي له دې خاطرې وروسته ورته ټلیفوني اړیکو کې ویل شوي، چې باید د «ولسمشر خلاف» څه ونه لیکي.

د ارګ پخواني سلاکار پخپله لیکنه کې لیکلي، له محمد اشرف غني سره يې نظریاتي او عملي فاصله خورا پراخه شوې وه.

له دندې د عبدالستار سعادت لرې کېدل خواله رسنیو کې هم غندل شوي او حکومت په بې حوصله‌ګۍ او د رښتیا په نه اورېدو تورن شوی دی.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي لیکلي، حکومت دا توان نه لري چې رښتیا واوري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توکل
میلمه
توکل

دا شخص لژ شیمه لری.