افغانستان

ټاکنې؛ د کابل لومړنۍ پایلې د ۳۰۰ مرکزونو له تفتیش وروسته اعلانېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو پایلې به وروسته له هغه اعلان کړي، چې ۳۰۰ مرکزونو د رایو څېړنه پای ته ورسېږي.

د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال ذبیح الله سادات ويلي، د روانې اوونۍ تر وروستیو یا هم د راتلونکي اوونۍ په لومړیو کې به د کابل ولایت لومړنۍ پایلې اعلان شي.

هغه ازادي راډيو ته ويلي، چې د شاوخوا ۳۰۰ مرکزونو رايې بیا څېړي او تمه لري چې روانه اوونۍ کې به يې چارې بشپړې شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت د کابل په ټاکنیزه پروسه کې پوره ننوتی او هڅه کوي «خپل کسان» پارلمان ته بریالي کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې وشوې، چې د مرکز لومړنۍ پایلې يې لا هم اعلان شوې نه دي.

د څارونکو بنسټونو په وینا د ټاکنو کمیسیون کمزوري مدیریت د ولسي جرګې ټاکنې له ناندریو ډکې کړې او د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو اصلاً «وړتیا» نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x