
سکاټ مېلر د پلاوي په ملتیا تېر مازیګر فاریاب ته تللی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د یو پلاوي په ملتیا فاریاب ولایت ته تللی او هلته يې له خپلو روزل شویو عسکرو سره لیدلي دي.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې سفر کې چې تېر مازیګر ترسره شو، له سکاټ مېلر سره د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد هم ملګری و.
د سرچینې په وینا د دې سفر موخه د فاریاب ولایت د امنیتي وضعیت ارزونه او د روزل شویو عسکرو پر شا ټپول و.
سکاټ مېلر تر دې وړاندې غزني ته سفر درلود، چې د طالبانو د راکټي برید له امله يې غونډه نیمايي کې پرېښودله او تر هغه وړاندې کندهار ته تللی و، چې له یوه مرګوني بریده روغ را ووت.