داودزی: روان میلادي کال د «سولې کال» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزی وايي، پاکستان په سفر سره غواړي د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي او په وینا يې یوه «سیمه‌ییزه اجماع» رامنځته کړي.

هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له پاکستانه هیله لري چې د سولې په برخه کې هڅې ونه سپموي او په وینا يې داسې ښکاري چې پاکستان په دې برخه کې اخلاص لري.

په وینا يې روان کال د سولې کال دی او تمه شته چې یوې پایلې ته ورسېږي.

داودزی چې څه موده وړاندې د یادې شورا د دارالانشاء رییس وټاکل شو، وايي په سیمه کې بېلابېل په جلا جلا ډول کوښښونه روان دي، «زما دنده دا ده چې دغه هڅې همغږې کړم.»

دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې د روانې اوونۍ په پای کې قطر کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرو اترو بله غونډه جوړه شي.

تر دې وړاندې حکومت دعوه کوله چې جده کې به د دوی په ګډون غونډه جوړېږي، خو تازه قطر کې د امریکا او طالبانو د دوه په دوه خبرو اترو خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم په دوحه، ابوظبۍ، اسلام اباد او مسکو کې له امریکایانو سره اخبرې اترې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د