ارشیف؛ بغلان کې طالبانو ته تسلیم شوي عسکر

طالبان: حکومت په «پروپاګند یو انچ» پرمختګ نه‌شي کولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت چارواکي دعوه کوي تېرو دوو اونیو کې سلګونو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوړولې، چې طالبانو «تش پروپاګند» بللی دی.

طالبانو «د ورځې خبره» تر سرلیک لاندې خپره کړې تبصره کې ويلي، چې حکومت په دا ډول تبلیغاتو «یو انچ پرمختګ هم نه شي کولی.»

د تبصرې له مخې « د دښمن وحشت او بربریت چې زموږ مبارزه ټکنۍ نه کړه، په پروپاګند خو یو انچ پرمختګ هم نه شي کولی.»

طالبانو يې په غبرګون کې وړاندې زیاته کړې «اتل مجاهدین د الله تعالی په نصرت او د مجاهد ولس په ملاتړ په یخ او ګرمي، شپه او ورځ کې پر یرغلګر دښمن او د کابل د لاسپوڅي رژیم د کرایې جګړ ه مارو پر ضد خپل عملیات جاري ساتلي، په پرله پسې توګه د دښمن کمبله ور ټولوي، مظلوم ولس یې له شر او فساد څخه ژغوري.»

طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې مبارزه يې «د الله تعالی د رضاء، د خپلې اشغال شوې خاورې دازادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره روانه ده.»

دا په داسې حال کې دی چې دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو د دوام خبر ورکړی، سره له دې چې دوی پکې طالبانو ته د تلفاتو اړولو دعوې کوې، خو پراخې ملکي مرګ‌ژوبلې يې توند غبرګونونه هم راپارولي دي.

څو ورځې وړاندې د پکتیا په زرمت کې د یوې کورنۍ شپږ غړي او دوه نور کلیوال په شپنیو عملیاتو کې ځای پر ځای ووژل شول، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د