افغانستان

د واک په وروستیو کې د کابینې د بشپړولو بله هڅه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ایله څو میاشتې پاتې دي، چې تر اوسه پورې يې نهه وزارتونه، د سترې محکمې څو غړي، څو والیان او ولسوالان سرپرست پاتې دي.

تازه د ولسي جرګې غړي وايي حکومت ورته د باور رایو لپاره څلور نوماند وزیران او دوه د سترې محکمې د غړیتوب لپاره کسان معرفي کوي.

د دې جرګې دویم مرستیال امیر خان یار په پرونۍ غونډه کې وویل، راتلونکو څو ورځو کې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، پوهنې وزارت او اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند وزیران او د سترې محکمې د غړیتوب لپاره دوه تنه د باور رایو لپاره معرفي کېږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امرالله صالح، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ او د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي دي.

دا په داسې حال کې دی چې همدې ولسي جرګې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون ځينې وزیران صلب صلاحیت هم کړل، خو بیا يې هم دندې دوام لري او د دوی پرېکړه نادیده ونیول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x