نړۍ

د امريکا او هند مشرانو په افغانستان خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هند صدر اعظم نرندرا مودي د افغانستان په اړه ټيليفوني خبرې کړي دي.

سپينه ماڼۍ وايي، چې ولسمشر ټرمپ د هند لومړي وزير مودي سره په افغانستان کې د همکارۍ په زياتولو خبرې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دواړو مشرانو د هند او امريکا ترمنځ د ازدې سوداګرۍ او سياسي اړيکو د پراخولو په اړه هم خبرې کړي دي.

که څه هم هند له تېرو اتلسو کلونو راهيسې  په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې ملاتړی دی، د ګډ حکومت پوځ سره د پوځي چورلکو او نورو چارو مرستې کوي او په افغانستان کې يې ګڼې پروژې پيل کړي، خو د امریکا ولسمشر تېره اونۍ په يوه ټويټ کې پر هند نيوکه کړې وه، چې څنګه يې په افغانستان کې يوه کتابتون جوړ کړی دی.

هند د افغانستان ملي شورا ودانۍ، سلما او شام عروس اوبو بندونه او همدارنګه په ګڼو نورو برخو کې د افغانستان حکومت سره مرستې کړي دي.

خو د هند سيال هېواد پاکستان بيا نيوکه کوي، چې په افغانستان کې د هند فعاليتونه د پاکستان په زيان دي او پر امريکا يې شرط لګولی، چې په افغان سوله کې د مرستې لپاره بايد په افغانستان کې د هند سياسي او پوځي حضور نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

هند او پاكستان دير وخت په غلامى كى تر استثمار او استعمار لاندى تر كرى دى دوى كه اازاد هم واوسى بيا هم د غلامى احساس كوى , لدى بيغيرتو نه هيس تشويش ندى پكار . د هند نيمى خلك پرسرك زيژى، پر سرك لوييژى او پر سرك مرى ، ددوى دولت له افغانانو سره سه زره سوى او مينه لرى چى پيسى او نور شيان په وريا دول وركوى . كه پاكستان اوس هم له خرتوبى زان ونه باسى ، په نيكه وجه د طالبانو سياسى همكارى ته ور ونه دانگى او خپل تور مخونه سپين نكرى ددوى خيانت… نور لوستل »

عبدالمالک همت

د هند او پاکستان حکومتونه دواړه د يوه انګرېزي آس دوه غوږونه دي. دواړه زموږ افغانانو سره خپلي خپلي تاريخي دښمنۍ او سياسي بدنيتونه لري. او دلته يو له بل سره په رقابت د خپلو ايجنټانو پرلاسونو پټ او ښکاره فعاليتونه کوي . زموږ سره د هيڅ يوه کومکونه بې غرضه نه دي. اوس داسي ښکاري چي د امريکې لوی شيطان يې زموږ په هيواد کي تردې لا زياتو لاسوهنو ته هڅوي. موږ ته په کار ده چي د دواړو په اړه ډېر هوښيار او محتاط واوسو او له بې غرضه مرستو پرته يې د نورو لاسږهنو په کلکه مخه… نور لوستل »

غوربندي

د راتلونکي خپلواک افغانستان لپاره د هند او پاکستان په وړاندې يو واضح او عيني معيار ټاکل اړين دي.

زما له نظره دا معيار ” کشمير” کيدای شي تر څو يې په مطلق ډول تر اشغال لاندې وبولو او د کشميريانو د ازاديخواهانه مبارزې ضمني ملاتړ وکړل شي.

په دې توګه به زمونږ د دولت چارواکي لدې مجبوريته خلاص وي چې له يوه سره تر خندا وروسته بل ته هم داړې جينګې کړي.

مجاهد

انګریزان د نړی تر ټولو شیطان او یهودان د نړی تر ټولو حریص قومونه دی، مګر په دی اواخرو کی انګریزانو او یهودانو خپل قومونه سره ګډ یا مخلوط کړل تر څو وکولای نړیوال حکومت تاسیسی یا د زمکی خدایی ترلاسه کړی . د هند لویه وچه یی په اوسنی هند او پاکستان او بلاخره بنګله دیش او کشمیر به داسی دول وویشله چه د هر هیواد چارواکی د انګریزانو غلامان او ځای ناستی چوړ کړی په منځڼی ختیز او افریقا کی یی ورته کړنی ترسره کړی چه د سطرنج د تختی په شان یی یو بل ته په ماشه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x