ورزش

راشد خان د پلار فاتحې اخیستلو لپاره افغانستان ته راستون شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه ځوان راشد خان د خپل پلار فاتحې اخیستلو لپاره نن ورځ له استرالیا څخه کابل ته راستون شو.

د دیسمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د کرېکټ نامتو توپ اچونکي پلار حاجي خلیل خان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د پيښور په حیات اباد سیمه کې وفات شو او په همدغه سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

څو ورځې وړاندې راشد خان په خپله فیسبوکپاڼه اعلان وکړ چې د جنوري میاشتې په ۸مه نېټه به یې په کابل او په ۹مه نېټه به په ننګرهار جلال اباد کې د خپل مرحوم پلار فاتحه اخلي.

راشد خان چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې د استرالیا په بیګ باش لیګ کې لوبېده ونشو کړای د پلار جنازې ته رسیدلی وای خو، په استرالیا کې د افغان سفارت لخوا د نوموړي د پلار فاتحه واخیستل شوه.

وړمه ورځ راشد خان په استرالیا کې رسنیو ته ویلي وو چې غواړي د بیګ باش لیګ ټولو سیالیو ترسره کولو لپاره استرالیا کې پاتې شي خو نوموړي زیاته کړې وه چې شونې ده د یوه لنډ سفر لپاره افغانستان ته راستون شي.

راشد خان د جنوري په ۱۱مه د جمعې په ورځ په استرالیا بیګ باش سیالیو کې راتلونکې لوبه لري، چې نوموړی به د خپل مرحوم پلار فاتحې اخیستلو نه وروسته یادو سیالیو ته ستون شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x