خوست کې چاودنې ۲۵کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د خوست ولايت په مرکزي ښار کې سپين جومات ته څېرمه د چاودنې له امله ۲۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه چې نن غرمه مهال د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې هغه مهال وشوه چې خلک په خپلو ورځينو چارو بوخت و چې له امله يې ۲ تنه وژل شوي دي او ۲۳ نور ټپيان دي.

د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار وايي چې د پيښې له ځايه ورته د دوو ملکي وګړو جسدونه او ۲۳ نور ټپيان وروړل شوي دي.

د خوست امنيه قومندانۍ پيښه تائيد کړې ده خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ددې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستي.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ په پکتيکا ولايت کې هم د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د چاودنې له امله ګڼ شمير ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي وو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انالله و انا اليه راجعون ، دا د بليك واتر درامى به هم پاى ومومى ان شاءالله