د سالنګ لار د باروړونکو موټرو په مخ وتړل شوه

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سالنګ لويه لار د واورې د زیات ورښت او برف کوچونو د خطر له امله د بار وړونکو موټرو په مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر عبدالبصير حبیبی رسنيو ته وويل چې په سالنګونو کې له تيرې شپې راهيسې د واورې ورښت ډير زيات شوی دی او زياته اندازه واوره پرته ده نو ځکه يې د لويو بار وړونکو موټرو په مخ دا لار وتړله.

حبیبي وويل چې بار وړونکي موټر يې ددې له پاره بند کړي دي چې په سيمه کې د موټرونو د چپه کېدو او د واورو د ښوېدو پيښو امکان ليدل کيږي.

هغه وويل چې د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ او د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ګڼ شمير لوی بار وړونکي موټر ولاړ دي ترڅو د واورې ورښت کم او لارې پاکې شي بيا به حرکت کوي.

نوموړی زياتوي چې له بار وړونکو موټرو پرته نور د سپرليو موټر کولای شي چې له دې لارو تير شي او سفر وکړي.

د يادونې وړ ده چې د سالنګ لويه لاره هرکال په ژمي کې د واورو د زياتو ورېدو له امله بنديږي او خلک نشي کولای چې له دې لارې تير شي، ډيری وخت په دې سيمه کې د غرونو او واورو د ښويدو له امله پیښې هم رامنځته کيږي چې د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د