افغانستان

د امريکا او طالبانو څلورمه ناسته په قطر  کې سبا پيليږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امريکايي او طالب ډيپلوماټانو ترمنځ د سولې خبرو څلورمه ناسته سبا چهارشنبه د قطر په مرکز دوحه کې پيليږي.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې د امريکايي ديپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ دغه ناسته به سبا چهارشنبه پيل شي او پنجشنبه به هم روانه وي.

د سرچينې په وينا دا ناسته د ابوظبۍ او تر هغې وړاندې د قطر دوو ناستو په تعقيب ترسره کيږي  او هڅه به وشي، چې دواړه لوري د روان بحران په سوله ييزو حل جدې خبرې وکړي.

 د ابوظبۍ او قطر د سبانۍ توپير دا دی، چې دا ناسته به يو ځل بيا يوازې د امريکا او طالبانو ترمنځ وي او نور منځګړي دولتونه به په کې ګډون ونه لري.

د ګډ حکومت چارواکو د ابوظبۍ په ناسته کې هڅه کړې وه، چې د امريکا، پاکستان، اماراتو او سعودي په غوښتنه طالبان ورسره وګوري، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی و.

يو شمېر سرچينو داسې راپورونه خپاره کړي  وو، چې د سولې راتلونکې  ناسته به د سعودي په کوربه توب په جدې ښار  کې وي، خو طالبانو دغه راپورونه بې بنسټه بللي او زياته کړې يې ده، چې د جدې ناستې کې ګډون يې د پلان برخه نه ده.

د سولې شورا وايي، چې د قطر سبانۍ ناسته د افغان سولې لپاره ښه پرمختګ دی او د امريکا استازی زلمی خلیلزاد به هڅه وکړي، چې د بين الافغاني سولې لپاره لاره جوړه کړي.

د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې طالبانو اوولس کاله د خپلو اهدافو لپاره د امريکا په مشرۍ له ټولو ايتلافيانو سره جګړه کړې او د سولې په خبرو کې هم د طالبانو شرطونه بايد ومنل شي.

د جهادي ګوندونو د چارو څارونکی لندن مېشتی فلسطینی ليکوال عبدالباري عطوان وايي، چې طالبان د سيمې له ټولو متضادو هېوادونو سره قوي اړيکې لري او ټول هېوادونه ځانونه له طالبانو سره اړيکو ته اړ بولي او د سولې  په خبرو کې باید  د طالبانو شرطونو ومنل شي.

طالبان وايي، چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو حضور د دوی لپاره سره کرښه ده او امريکا ټينګار کوي، دوی اندېښنه لري، چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو وسله والو ډلو مرکز نه شي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د دواړو لوريو غوښتنې مشخصې دي او شونې ده، چې دواړه لوري په دې اړه يوې هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د مزدور دولت د سولى؟ شورا وايي چى زلمى خليلزاد به د بين الافغانى سولى لپاره لاره جوره كرى .
خليلزاد د خپلو امريكايانو غم نيولى نه ستاسو .
تاسى وارخطايى مه كوى لژ نور هم صبر وكرى ، كله چى غاصب كفار ووتل د بين الافغانى سولى لپاره پخپله لاره جوره ده ، د خليلزاد نه يى ولى غوارى .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x