ورزش

حضرت الله ځاځي یو وار بیا «بي پي ایل» کې برق رفتار توپوهنه وکړه/ ويډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ مرغومی، ‍۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې چټک ځوان توپوهونکي حضرت الله ځاځي په بنګلدیش غوره لیګ کې یو وار بیا په خپل بیټ سره نړیوال حیران کړل.

چپ لاسي حضرت ځاځي د ظاهر خان لوبډلې (کولنا ټایټنس) پر وړاندې په یوازې ۳۶ توپونو د ۵ سترو شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۵۷ منډې جوړې کړې، او په پرلپسې دویم وار د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نوموړی د ډهاکه ډاینامیټس لوبډلې لخوا لوبیږي چې د یاد لیګ په لومړۍ سیالۍ کې یې هم برق رفتار توپوهنه کړې وه او په ۴۱ توپونو یې د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې وې.

د ځاځي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۹۲ منډې جوړې کړې وې، په ځواب کې د شکیب الحسن غوره توپ اچونې مخالف لوبډله تر ۸۷ منډو محدود کړه او سیالۍ یې د ‍۱۰۵ منډو په توپیر وګټله.

د بنګلدیش غوره لیګ شپږم پړاو د اوه لوبډلو په ګډون چې په کې ۷ افغان لوبغاړي هم شامل دي په پنځم جنوري پېل شوی دی، په یادو لوبو کې له اوږدې مودې راهیسې ډیويډ وارنر او سټیو سمیت هم شامل شوي دي.

اوسمهال ټول ۱۰ افغان لوبغاړي په بېلا بېلو لیګونو کې لوبیږي چې ۷ یې په بنګلدیش غوره لیګ او ۳ یې په استرالیا بیګ باش لیګ کې لوبیږي، او له نورو هرو لوبغاړو ښه ځلیږي.

یاده دې وي چې په بنګلدیش پریمئر لیګ کې د حضرت الله ځاځي سربېره محمد شهزاد، قیس احمد، نجیب ځدران، ظاهر خان، وقار سلام خیل او ګلبدین نائب هم شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x