ورزش

آی پي ایل به د بل هېواد پر ځای هند کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د هند غوره لیګ د ۲۰۱۹م پړاو سیالۍ به د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه په هند کې پېلیږي، د نوي راپور له مخې به ټولې سیالۍ په همدغې هېواد کې ترسره شي.

د هند کرېکټ بورډ مشرتابه خبر ورکړی چې د ځای بدلولو پرځای به د لوبو نېټه بدله شي، له دې وړاندې د اپریل او مۍ میاشتې ښودل شوې وې خو اوس به دغه سیالۍ په مارچ میاشت کې پېلیږي.

له دې وړاندې ځینو راپورونو خبر ورکړی و چې د هندوستان ټاکنو له کبله به د هند غوره لیګ سیالۍ بل هېواد ته انتقال شي، ددې لپاره د هند کرېکټ بورډ او آی پي ایل چارواکو له سویلي افریقا او عربي اماراتو چارواکو سره هم لیدلي وو.

خو اوس د یوه کانفرانس له مخې په تازه خبر کې ویل شوي چې ټولې سیالۍ به په هندوستان هېواد کې ترسره کیږي.

لکه څرنګه چې د کرېکټ نړیوال جام هم د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېلیږي، یو شمېر لوبډلو غوښتل خپل لوبغاړي آی پي ایل ته وانه ستوي، څو د نړیوال جام لپاره چمتو والی ونیسي.

وروسته له ډيرو ستونزو هند کرېکټ بورډ اړ شو د آی پي ایل د لوبېدو نېټه بدله کړي، تر څو د ټاکنیزو او نړیوال جام څخه رامنځته کېدونکو ستونزو مخنیوی وشي.

د یادونې ده چې د هند غوره لیګ لومړي پړاو سیالۍ په ۲۰۰۸م کال کې د ټاکنیزو ستونزو له کبله د هند پر ځای په سویلي افریقا هېواد کې ترسره شوې وې.

په یادو سیالیو کې تر دې دمه درې افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدران) لوبیدلي دي، چې د خپلو لوبډلو لخوا یو وار بیا په راتلونکي پړاو کې اخیستل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx