ننګرهار: داعش ډلې دوه ورونه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو دوه ورونه په ډزو وژلي دي.

دا پيښه تېره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ په تره کو سيمه کې رامنځته شوه او د سيمې اوسېدونکي وايي چې د عبدالوهاب او عبدالقيوم په نامه دوه ورونه چې خټګران او مزدور کار وو د داعش له لوري وژل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې دواړه ورونه له مزدورۍ څخه بيرته خپل کور ته راستنېدل چې د چپرهار ولسوالۍ په تره کو سيمه کې د داعش وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې له څه مودې راهیسې د چپرهار په ځينو سيمو کې داعش وسله وال موجود دي چې وخت په وخت طالبان او د سيمې اوسيدونکي په نښه کوي.

تر اوسه په دې اړه داعش ډلې څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د