د ټیسټ کرېکټ نړیواله درجه بندي؛ پاکستان اوم نمبر ته ښکته شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په تازه خپره شوې درجه بندۍ کې پاکستان لوبډله له شپږم نمبر څخه اووم نمبر ته ښکته شوه.

له سویلي افریقا څخه په ټیسټ سیریز کې له ماتې خوړلو وروسته پاکستان لوبډله په درجه بندۍ کې ښکته شوه او ددوی پرځای سرېلنکا لوبډله په شپږم نمبر شوه.

د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ سیالیو سیریز دوام لري چې په کې سویلي افریقا په لومړۍ سیالۍ کې په ۶ او په دویمه سیالۍ کې په ۹ ویکټو پاکستان ته ماتې ورکړې او سیریز یې په خپل نوم کړ.

Pakistan slip down to the seventh position in ICC Test rankings

له بل اړخه هند لوبډلې چې په استرالیا هېواد کې ددوی پر وړاندې د څلور ټیسټ سیالیو سیریز ترسره کړ او په ۲-۱ یې بریا خپله کړه، نوی تاریخ جوړ کړ.

هند یوازینۍ اسیایي لوبډله شوه چې استرالیا ته یې ددوی پرځمکه په ټیسټ سیالیو کې ماتې ورکړه، هند لوبډله په ټیسټ سیالیو کې په لومړي نمبر ده.

د هند لوبډلې غوره توپوهونکي چیتشور پوجارا چې په یاد سیریز کې یې ۳ سلیزې ووهلې او ۵۲۱ منډې یې جوړې کړې دریم نمبر ته پورته شو، نوموړي د استرالیا نامتو توپوهونکی سټیو سمیت چې له تېر یو کال راهیسې له بندیز سره مخ دی څلورم نمبر ته ښکته کړ.

په ټیسټ سیالیو کې په لومړي نمبر ویرات کوهلي، دویم کین ویلیمسن، دریم پوجارا، څلورم سټیو سمیت او په پنځم نمبر جویي رووټ دی.

په لوبډلو کې لومړی هند، دویم انګلستان، دریم نیوزېلنډ، څلورم سویلي افریقا او په پنځم نمبر استرالیا لوبډله ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د