
د سولې شورا پلاوی اسلام اباد ته ورسېد
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا د دارالانشاء رئيس محمد عمر داودزي په مشرۍ يو پلاوي د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر رسېدلی.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې شورا دا پلاوی د پاکستان د سياسي او مذهبي مشرانو سره وګوري او د افغانستان د قضيې د حل په موخه ورسره خبرې وکړي.
د سولې شورا دې پلاوي ته د اسلام اباد په هوايي ډګر د افغان سفارت سفير او کارمندانو هرکلی ووايه او وروسته دا پلاوی په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته لاړ.
د افغانستان د سولې شورا دا پلاوی په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې ټاکل شوې ده سبا چهارشنبه او پنجشنبه په قطر کې د طالب استازو او امريکايي لوري ترمنځ د افغانستان د قضيې د حل په موخه څلورمه غونډه جوړه شي.
تيره اوونۍ داسې خبرونه خپاره شوي وو چې دا ځل به په جده کې د افغانستان د حکومت استازي له طالبانو سره وګوري خو طالبانو وويل چې د جدې په غونډه کې نه د ګډون بلنه ورکړل شوې او نه په دې غونډه کې ګډون کوي.
د کابل حکومت داسې انګيري چې ګواکې پاکستان په طالبانو نفوذ لري او کولای شي چې د کابل له حکومت سره يې خبرو ته کينوي، خو طالبان وايي چې د کابل حکومت بې اختياره دی او خبرې ورسره نه کوي او زياتوي چې له امريکايانو سره يې د افغانستان د قضيې په اړه خبرې ښې روانې دي.
تر دى اندازى سپيتوب ، ملا مو ماته شه ، يو پاكستانى هم هركلى ته نه و دروتلى ، نو تاسى به پاكستانيانوته سه اعتبار او حيثيت ولرى .
تف پر داسى بي حيثيته افغانانو .
دې سړي په پخواکي ښې پيسې ونيولې. دغو پيسو يې په سر کي د ولسمشرئ خيالونه راوټوکل او دې هيلي ته د رسېدو لپاره يې تر ډېره غورځي پرځي وکړې، خو بالاخره يې په دغه کوجنۍ چوکۍ قناعت وکړ، په ده هم هغه کانه وسوه چي وايي:« ميړه مي بولې چي تر سږ پر کال سپی يم». اوس د سولي د شورا تر رئيس د ده زيات فعاليت هغه متل سړي ته ور په يادوي چي وايي:« نوکر نو آهو را ميګيرد به دو». او پاکستان ته د سفر په اړه يې بايد وويل سي چي د ده استعداد د… نور لوستل »
داشرفغنی ملحد په مشرۍ یی ځنګله ته اورواچاوۍ چه اورټول ځنګل سوځیدوته نژدی کۍ ملحدین کفارمنافقین یی اوس په پوکی وژنی ،بیغمه مه اوسۍ په دغه اورکی به تاسوهم خپله سوځي وخت لیری نه دۍ نجسانو.