
سرچينه: په قطر کې د سولې ناستې لغوه کولو په اړه د رویټرز راپور اساس نه لري
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې طالبانو له امريکايي ډيپلوماټانو سره کېدونکې د سولې هغه ناسته کې ګډون لغوه کړی، چې ټاکل شوې وه سبا چهارشنبه په قطر کې پيل شي، خو د طالبانو مذاکراتي ټيم ته یوې نیژدې سرچينې نن ټکی اسيا ته وویل چې خبرې لغوه شوې نه دي، البته د ځینو خنډونو له امله ځنډ په کښي راغلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي، خو رویټرز خبري اژانس د طالبانو د سرچينو په حواله ليکلي، چې طالبانو د دوحې په سبانۍ ټاکل شوې غونډه کې ګډون لغوه کړی دی.
رویټرز په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
ددې تر مخه یوې بلې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې د نهم تاریخ غونډه هم نه ده لغوه شوې او هغه به پر خپل وخت تر سره کیږي، او د رویټرز خبر یې بې اساسه بللی و.
ددې خبر تر نشر وروسته هم یو شمیر نورو باخبرو سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې غونډه لغوه شوې نه ده خو د ځینو ملحوظاتو له وجې ځنډېدلې ده.
بلخوا رویټرز او الجزيرې انګليسي څانګې ويلي، چې طالبانو د سيمهييزو هېوادونو هغه غوښتنه هم رد کړې، چې په دغه ناسته کې د افغان حکومت د ګډون لپاره يې کړې ده. طالبان ټينګار کوي، چې د اوولس کلنې جګړې بنسټيز لوری امريکا ده او بايد لومړی له امریکا سره خبرې وشي.
تر دې وړاندې ځينو رسنيو ويلي و، چې د طالبانو او امریکا بله ناسته په جده کې کيږي، خو طالبانو د جدې ناسته کې ګډون رد کړی و، چې له امله يې غونډه هم پاتې شو.
د طالبانو مذاکراتي ټيم سرچينو نن ټکی اسيا ته تاييد کړې وه، چې سبا چهارشنبه او پنجشنبه په قطر کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو د سولې په اړه څلورمه ناسته کوي.