افغانستان

واشنګټن پوسټ: ټرمپ له افغانستانه د امريکايي  عسکرو د ويستلو په تګلاره کار کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل):واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي،  چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د خپلو عسکرو په ويستلو کار کوي او په دې اړه  يې پنټاګون ته د تګلارې جوړولو امر کړی دی.

واشنګټن پوسټ د سپينې ماڼۍ د دوو سرچينو په حواله ليکلي، چې  ټرمپ غواړي، خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي، خو اوسمهال يوازې د اوو زرو عسکرو د ويستلو هوډ لري او پاتې نور عسکر به په افغانستان کې  د امريکايي جګړې اړوند مهم مسووليتونه پر  مخ بيايي.

خو د سپينې  ماڼۍ دغه سرچينې زياتوي، چې پنټاګون هڅه کوي، ولسمشر ټرمپ قانع کړي، چې له افغانستانه د عسکرو ويستلو لپاره حوصله وکړي او بايد خپل عسکر په کراره راوويستل شي، خو لا هم په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.

تر واشنګټن پوسټ وړاندې وال سټريټ ژورنال او  یو شمېر نورو امريکايي رسنيو هم ويلي و، چې ولسمسشر  ټرمپ د افغانستان جګړې زړه تنګی کړی او غواړي، چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر پنځوس سلنه راکم کړي.

ټرمپ هم په خپلو وروستيو څرګندونو او ټويټر پيغامونو کې  ويلي، چې د افغانستان جګړه د امريکا په زيان ده او زياته کړې يې وه، چې امريکا له زرګونه ميله هلته جګړه کوي، دغه جګړه بايد هند او  پاکستان وکړي.

ټرمپ د روانې جګړې  د ناکامۍ پړه پر جنرالانو اچوي او هغه ناکام بولي.

ټرمپ د کابينې په وروستۍ ناسته کې ويلي و، چې دفاع وزیر جيمس مټیس د افغانستان جګړه په سمه توګه پر مخ نه ده بيولې، «ځکه مې  وشاړه».

له افغانستانه د امريکايي  پوځيانو د وتلو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې  امريکا د افغانستان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي او ټاکل شوې، چې د دغو مذاکراتو څلورمه دوره په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x