افغانستان

زلمي خلیلزاد په نوي سفر کې د قطر څخه لیدنه نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې زلمی خلیلزاد د روانې میاشتې جنوري له اتمې نیټې څخه بیا تر ۲۱مې نیټې پوري د افغان سولې په اړه نوی سفر پیل کړی دی چې په دغه موده کې به هغه د هندوستان، چین، افغانستان او پاکستان څخه لیدنه کوي.

په خبرپاڼه کې د قطر یادونه نه ده شوې چې له امله یې کیدای شي هغه غونډه چې د رسنیو له لاري يې دا څو ورځې بحثونه ګرم وه، تر سره نه شي او یا د جنوري میاشتې تر پایه وځنډیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې سره سم امریکا غواړي چې په افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کښیږدي او د همدې لپاره د سیمي هیوادونو په شمول په افغانستان کې د حکومت او نورو ښکیلو اړخونو سره خبرو ته ادامه ورکوي.

خبرپاڼې ویلي چې د امریکا هدف په افغانستان کې د افغانانو د خپل منځي خبرو او تفاهم لپاره لاره هوارول دي او ټول اړخونه خپل منځي اړیکو او مذاکراتو ته تشویقوي تر څو ټول افغانان په مساویانه ډول د قانون په چوکاټ کې د ژوند حق ولري.

باید وویل شي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو څلورمه ناسته په قطر کې پلان شوې وه خو د رویټرز او الجزیرې په شمول ځینو رسنیو خبر ورکړ چې دغه غونډه تر نا معلوم وخته پوري ځنډېدلې ده.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې د امریکایانو سره د مذاکراتو ناسته په بشپړه توګه لغوه شوې نه ده، خو د لنډې مودې لپاره د ځنډ سره مخ شوې ده.
طالبانو تر اوسه هم رسما په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر اوسه معلومه نه ده چې راتلونکې غونډه به بالاخیره په کوم هیواد کې وشي او څه پرمختګ به ولري او که به د پخوانیو غونډو په توګه د ښکاره پایلو پرته پای ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري چې د افغانستان په اړه د امریکا او نورو هیوادونو سره د اړیکو او مذاکراتو دنده په غاړه لري او طالبانو تل ټینګار کړی چې د سولې او سیاسي پروسې په اړه ددوی سیاسي دفتر یوازینۍ مرجع ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x