
د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – اته ویشتمه برخه)
مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
۱. اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ. صحیح البخاري
ترجمه : اې الله تعالی زه په تا باندې پناه غواړم له غم او خفګان نه.
۲. اللَّهُمَّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي ظُلْمًا كَثِيرًا. صحیح البخاري
ترجمه : اې الله تعالی ما پر ځان باندې ظلم کړی دی ظلم ډېر.
۳. ان اشكر الناس لله عز وجل اشكرهم للناس .مسند احمد
ترجمه : د الله تعالی په وړاندې په خلکو کې ډېر شکر ویستونکی هغه کس وې چې د خلکو شکریه یې اداء کړې وي .
۴. اطلبوا الحوائج بعزة الانفس ، فان الامور تجري بالمقادير .كنز العمال
ترجمه : خپل حاجتونه د نفس له عزت سره طلب کړئ (د کوم شي لپاره ځان مه ذلیل کوئ) ځکه کارونه ټول په خپل تقدیر سره پوره کیږي .
۵. اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ النَّارِ. صحیح البخاري
ترجمه : اې الله تعالی زه په تا باندې پناه غواړم له فتنې د اور څخه.
۶. اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْكَسَلِ وَ الْبُخْلِ. صحیح البخاري
ترجمه : اې الله تعالی زه په تا باندې پناه غواړم له سستیا او بخل نه.
۷. اعط السائل ولو جاءك علي فرس واعطوا الاجير حقه قبل ان يجف عرقه .كنز العمال
ترجمه : سوال کوونکي ته ورکړه کوه اګر که هغه په آس سپور هم وي (پداسې حالت سره وي چې په سترګو تاته ډېر مالدار ښکاره کیږي) مزدور ته د هغه حق ورکړئ مخکې لدې چې د هغه خوله وچه شي .
۸. إِنَّ الْمُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا. صحیح البخاري
بېشکه مؤمن د مؤمن لپاره لکه ابادي داسې ده ځینې یې ځینې سره تړي.
۹. إِنَّ الْمُؤْمِنَ يَرَى ذُنُوبَهُ كَأَنَّهُ قَاعِدٌ تَحْتَ جَبَلٍ يَخَافُ أَنْ يَقَعَ عَلَيْهِ. صحیح البخاري
ترجمه : بېشکه مؤمن ته د هغه ګناهونه داسې ښکاره کیږي لکه دی چې له یوه غره لاندې ناست وي او ددې نه ډاریږي چې دا غر به په ده باندې را وغورځیږي (هر وخت له خپلو ګناهونو څخه ډاریږي) .
۱۰. اعظم الناس هما المؤمن الذي يهتم بأمر دنياه وآخرته . سنن ابن ماجة
ترجمه : په خلکو کې د لوړې مرتبې خلک هغه دوه مؤمنان دي چې یا په خپل کوم دنیوي کار او یا اخروي کار مصروف وي .