طالبان: «ژمی، د لړزانده رژیم د لاپو موسم» دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو تر پورته سرلیک لاندې په خپره کړې اوونیزه تبصره کې د حکومت له لوري د دوی د تلفاتو دعوې یوازې «لاپې» بللې دي، چې په وینا يې د ژمي په رارسېدو سره دا ډول «لاپې» لا ډېرېږي.

په تبصره کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د نویو سرپرستانو ټاکل کېدل او د هغوی له لوري کېدونکي تبلیغات د دې ژمنیو لاپو مثالونه بلل شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د دندې له پیله تر اوسه څو ځلې ګواښونه کړي، خو تېره ورځ يې فاریاب کې یو ځل بیا وویل، چې که طالبان د سولې له «پروسې سره یو ځای» نه شي، له منځه به يې یوسو.

طالبانو یادونه کړې چې د ملت د مقاومت دا لښکر چې ۴۸ هېوادونو په ګونډو نه کړ، دوی ازمويېل شوې څېرې دي چې لا له وړاندې يې د طالبانو پر وړاندې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي.

تبصره زیاتوي: «معلومه خبره ده چې د ګوډاګي رژیم د جنګ وزیرانو دا ځل دروغو ته کار ویلی، نو ځکه یې پیل په داسې هیښوونکې دعوو، تبلیغاتو او لاپو کړی چې ښایي خپله هم باور ورباندې ونه لري.»

طالبانو حکومتي چارواکو ته ور یاده کړې چې د دوی سرتېري د کوم «چریکي سازمان» کسان نه دي، چې په ځپلو به له منځه لاړ شي، بلکې «دا د یوه بشپړ ملت له منځه راپنځیدلی، سرتاسري قیام دی، چې خورا ژورې ريښې او او پاخه بنیادونه لري. که دغه خوځښت په عملیاتو او زور کارولو له منځه تلای خو موږ ټول شاهدان یو چې تېر اوولس کلونه ورباندې د اشغالګرو او ګوډاګیانو لخوا هر وړ جنګي ستراتیژۍ، عملیات، بمبارونه، چاپې او دسیسې تجربه شوې. اما جهادي خوځښت د دې په ځای چې له منځه لاړ شي لا یې څپې توپاني او د پوښښ ساحه یې پراخه شوه.»

طالبانو منلې چې د ژمي په رارسېدو سره يې نظامي فعالیتونو کې نسبي کمښت راځي، خو دلیل يې اقلیمي بدلون په ګوته کوي.

«په پای کې باید د ګوډاګي رژیم لاپه وهونکو ته ووایو چې د جهادي عملیاتو نسبي کمبود طبعي عوامل لري چې دا د هر کال معمول دی او هر څوک ورباندې علم لري، نو بناء په بې بنسټه ادعاوو له دې اضافه په ځان پورې نړۍ مه خندوئ.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Naim
میلمه
Naim

بس دا يوه خبر ه باندى زما تبصره ده: “دا د یوه بشپړ ملت له منځه راپنځیدلی، سرتاسري قیام دی، چې خورا ژورې ريښې او او پاخه بنیادونه لري” كه جيرى رشتيا داسى وى نو ولى له تاكنو داريزى. راشى دا ملت نور مه وزنى او د تاكنو له لارى قدرت لاسته راورى. ولى هره ورز به سلكونو خلك وزنى. كه به وزلو كتل كيداى نو اوس خو به مو وخته كتلى واى. كه رشتياراباندى ووايى مخكى زل خو دامريكا د بمباريو به وجه ستا نظام رنك شو. نو بيا هم عين كار تكراريداى شى. زه خو وايم كه بى… نور لوستل »