څېړنه: افغانستان تر ټولو خطرناک هوايي خدمات لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د هوايي کرښو د درجه بندۍ ویبپاڼې په کلني راپور کې د افغانستان هوايي خدمات د نړۍ په سطحه لومړني خراب خدمات یاد کړي دي.

د دې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د اریانا افغان دولتي هوايي شرکت او د کام ایر خصوصي شرکت هوايي کرښې د نړۍ په سطحه تر ټولو نا امنې کرښې دي.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې دا راپور بې اساسه بللی او په خپره کړې اعلامیه کې يې د غلطو معلوماتو پر اساس برابر شوی ګڼلی دی.

د دې ویبپاڼې د راپور له مخې د افغانستان دا دوه هوايي شرکتونه اروپايي هېوادونو ته د پرواز اجازه نه لري، د نړۍوالې ارزونې د ایمني سیستم شهادت نامې نه لري او د ځينو نورو عواملو له امله خطرناکې هوايي کرښې یادې شوې دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت اجراییه مشر منیر الیاد هم دا راپور ردوي او زیاتوي چې دغه شرکت پخپل ۶۵ کلن عمر کې داسې پېښه نه ده کړې چې سپرلیو ته پکې زیان اوښتی وي.

افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پروازونه کېږي، چې ۹۰ سلنه پروازونه له هېواده د باندې وي.