fbpx

په اسلام اباد کې دوه افغانان وژل شوي

Islamabadنن سهار د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې نامعلومو وسلوالو دوه تنه افغانان په ډزو ووژل.

په اسلام اباد کې د پوليسو يوه چارواکي ( ډي ايس پي ) عبدالرزاق ويلي، چې ياد شوي دواړه افغانان په اسلام اباد کې د پوځ لخوا جوړ شوي ښارګوټي مخې ته وژل شوي او وژونکي يې تښتېدلي دي.

د پوليسو دغه چارواکى وايي، چې تر بشپړو پلټنو مخکې د وژل شويو افغانانو نوره پيژندګلوي نه شي څرګندولى.

تر اوسه د يادو کسانو  د وژنې مسووليت  چا پر غاړه نه دى اخيستى .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د