
طالبانو د بلخ په چهاربلوک کې د درنې جګړې خبر ورکړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د بلخ په چهاربلوک ولسوالۍ کې يې دوه پوستې نیولې او د مرګژوبلې تر څنګ يې ۱۵ تنه عسکر ژوندي نیولي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویليو چې د یادې ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د قومندان امام الدین پوستې نیولې او د هغه په ګډون يې ۱۴ تنه وژلي او تر دې ډېر ژوندي ګوتو ته ورغلي دي.
د سرچینې په وینا ۱۰ تنه عسکر يې له هغوی هم وژلي چې په جګړه کې ښکېلو عسکرو مرستې ته ور خوځېدلي و، خو د دوی د سرتېرو پر کمین برابر شول.
مجاهد په دې جګړه کې د ګڼو مهماتو او نقلیه وسایطو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
د بلخ ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وړمه ورځ په شمالي ولایت فاریاب کې د طالبانو د ځپلو ګواښ وکړ.