قانوني د غږیز کليپ خپرېدل غندلي؛ خو پرخپل دریځ يې ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړي محمد یونس قانوني د خپل هغه غږیز کلیپ خپرېدل غندلي چې په وینا يې له هېواده د باندې له یو «دوست» سره يې د نظام پر بدلون، د حنیف اتمر او اشرف غني پر غبرګون خبرې کړې دي.

دې کلیپ کې محمد یونس قانوني په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې محمد حنیف اتمر د نظام په بدلون او د دوی وړاندې شویو ټولو طرحو پر منلو «تورن» کړی دی.

تازه طلوع‌نیوز د هغه پر حواله وايي، چې د دې کليپ خپرېدل د رسنیزو او «انساني» اخلاقو خلاف کار دی، خو په وینا يې د نظام د بدلون او دې طرحو د تطبیق لپاره يې له ۱۶ کلونو راهیسې هڅې روانې ساتلې دي.

د هغه په وینا «خلکو» يې هم د دې د ټلیفوني مکالمې د محتوا هرکلی کړی دی: «د دې ټیلفوني مکالمې د محتوا، په تېره بیا د نظام د بندلون لپاره د ډېرو هېوادوالو ګرم هرکلی کړی، چې زه يې له میني او مهرباني د زړه له تله مننه کوم.»

هغه له خپلو خبرو پښېمانه نه دی او ټینګار کوي چې د نظام د بدلون لپاره کار کوي، د هغه چا ملاتړ به کوي چې د دوی طرحې مني، چې ښايي اشاره يې حنیف اتمر ته وي، خو د دې تر څنګ پر دې خپه دی چې «د شخصي خبرو اترو او سیاسي خبرو ادبیات سره توپیر لري.»

په ورته وخت کې جمعیت اسلامي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې تر اوسه د هیڅ نوماند د ملاتړ لپاره سره یوه خوله شوي نه دي.

محمد یونس قانوني په دې ټلیفوني خبرو کې وايي، د نظام د بدلون لپاره يې طرحه وړاندې کړې چې «حنیف اتمر راسره سل په سله د دې طرحې موافقه کړې، نو له دې امله موږ پریکړه کړې چې له حنیف اتمر څخه د موافقې تر لاسلیک کولو او د ضمانتونو تر اخستلو وروسته د نوموړي ملاتړ اعلان کړو ځکه یوازینی سړی چې اشرف غني له ارګ څخه را ایستلی شي حنیف اتمر دی.»

حنیف اتمر تر اوسه په دې اړه خوله پټه نیولې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د