عمر داودزی له مولانا فضل الرحمن سره

سولې شورا: مولانا فضل الرحمن هم د سولې د هڅو ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا د دارالانشا‌ء ریس د یو پلاوي په ملتیا پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي او هغه هم د سوله‌ییزو هڅو ژمنه ورسره کړې ده.

د سولې شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، داودزي تېره ورځ دغه ملاقات ترسره کړ، چې دواړو لوریو د سیمې لپاره د افغانستان کراري مهمه وبلله.

د سرچینې په وینا په دې ناسته کې ژمنه وشوه، چې د سولې اړوند به د پاکستان او افغان «علماوو» ګډه ناسته هم جوړه شي.

داودزي تېره ورځ وویل، چې پاکستان ته سفر يې د سیمې هېوادونو د سفرونو د لړۍ پیل دی، چې غواړي یوه «سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي.»

هغه وویل، روان میلادي کال به د سولې کال وي.

خواله رسنیو کې پاکستان ته د سولې په تمه لاس غځول، په لوی لاس دې هېواد ته امتیاز ورکول یاد شوي او له مسؤلو چارواکو غوښتل شوي چې د طالبانو خپل ادرس او امریکا دې مخامخ خبرو ته پرېښودل شي.

ټولنیزو پاڼو کې فعال، پخوانی طالب چارواکی عبدالحنان همت پرخپله فیسبوک پاڼه لیکي د سولې شورا ادرس غلط کړی دی: «که څه هم طالبان مولانا فضل الرحمان صاحب ته د یوه دیني عالم او مذهبي سیاست مدار په صفت احترام لري، خو مولانا د طالبانو پر خپلواک سیاست زره قدرې تاثیر هم نه لري، ان دا چې یو ملاقات یې په میاشتو هم نه شي پیداکولی، داودزي ته وا هرچاته د خپل ځان په عینکو کې مه ګوره .»

دا په داسې حال کې دی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمی خلیلزاد د روانې میاشتې جنوري له اتمې نیټې څخه بیا تر ۲۱مې نیټې پوري د افغان سولې په اړه نوی سفر پیل کړی دی چې پکې به هندوستان، چین، افغانستان او پاکستان ته لاړ شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

بسم الله الرحمن الرحيم ومَکَرُوا وَمَکَرَ الله وَاللهُ خَيرُالمالکِرِينَ يوی خواته چی ګورو مظلوم ، زوريدلی ، شهيد ، مهاجر ، بندی ، …او بيوزله افغانان وينو ، پدی بيوزلو افغانانو کی بيا هغه خړپړ افغانان وينو چی د دنيا ټوله لذتونه يی په يوه الله اکبر شاته غورځولی ، که په پوره غور سره يی مشرانو او کشرانو ته غوږ شو په خپلو ملی ژبو د قرانکريم مبارک آيتونه او او مبارک نبوی حديثونه وايی ، دا د دوی خبری دی . که په سليم عقل سره فکر وکړو طالبان په تناسب د ټولی نړی د تناسب وړ ندی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

يوه خبره اضافه كول غوارم هغه داچى مجاهدين دى خپلى منطقى نورى هم پراخى كرى او په شارو كى دى تبليغات دير كرى .